ترانسپورت وزارت د عوایدو ډېرولو په لټه کې دی

ښاغلي بتاش وویل، د ترانسپورت او هوايي چلند عواید به لوړ کړي
Image caption ښاغلي بتاش وویل، د ترانسپورت او هوايي چلند عواید به لوړ کړي

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر وايي له بېلابېلو لارو ددغه وزارت عاید د ډېرولو په هڅه کې دی. محمد الله بتاش دا څرګندونې د خپلو سلو کاري ورځو د پلان اعلانولو پرمهال وکړې .

د ترانسپورت وزیل وویل، په افغانستان کې د لېږد رالېږد د عوایدو راټولو په برخه کې "مافیا" هم فعاله ده، چې په وینا یې "چېرې چې نغدې پسې وي، هلته مافیا هم ده، خو هلته چې نغدې پیسې نه وي، مافیا پکې د ګټې لږ فرصت لري".

ښاغلي بتاش وویل، په هېواد کې به د ترانسپورت وزارت د عوایدو راغونډولو سیستم الکترونیکي کړي، چې په دې سره به دده په ټکو شفافیت ډېر او عایدات لوړ شي.

هغه دې هدف ته د رسېدو لپاره د بېلګې په توګه د لویو ښارونو په دروازو کې د الکترونکي دروازو لګول او د افغانستان د بندرونو د سیستم برېښنايي کول یاد کړل.

ښاغلي بتاش زیاته کړه، د ښارونو په دروازو کې د ترمینلونو عصري او معیاري کول یې د کار یوه برخه ده، چې یو منظم ترانسپورت رامنځ ته شي.

د ترانسپورت وزیر وايي، د افغانستان هوايي حریم دا مهال د بهرنیو ځواکونو په کنټرول کې دی، خو هڅه یې دا ده چې ژر یې افغانانو ته د کنټرول چارې وسپارل شي او له دې لارې نور شرکتونه هم راجلب کړي.

دده په وینا، د افغانستان د هوايي حریم له لارې د عوایدو کچه یې له څلور سوه ډالرو، پنځو سوو ته لوړه کړې ده.

ښاغلي بتاش وویل، دا مهال د افغانستان د هوايي حریم د مدیریت او کنټرول لپاره څلور شرکتونه په لومړي پړاو کې غوره شوي دي.

دی وايي، له دغو شرکتونو به یو د افغانستان تر څارنې لاندې تر درو – پنځو کلونو پورې کار کوي، چې بیا به افغانستان وکړای شي د تخنیکي اسانتیاوو په برابرولو سره دغه کار پخپله مخته بوځي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر دا ژمنه هم وکړه په راتلونکو سلو ورځو کې به د برېښنايي بسونو فعالیت پیل کړي، او د افغانستان په شلو سیمو کې به د هوا پېژندنې خپلکاري ماشینونه ولګوي.