د افغانستان د دفاع وزارت نوې ودانۍ یا ''کوچنی پنتاګون''

د انځور حقوق
Image caption دغه ودانۍ د امریکا د ۱۶۰ میلیون ډالرو په مرستې جوړه شوې

د افغانستان پلازمېنې کابل په زړه کې د دفاع وزارت ودانۍ د امریکا د دفاع وزارت ''پنتاګون'' په بڼه جوړه شوې ده، چې د ''کوچني پنتاګون'' په نوم یادېږي.

ددغې ودانۍ چارې له تېرو څلورو کلونو راهیسې روانې وي، چې بالاخره د امریکا په ۱۶۰ میلیون ډالر مرستې بشپړه شوې ده.

د امریکا پوځي چارواکو ددې ودانۍ د لیدلو پرمهال ویلي، په دفاع وزارت پورې اړوندو ادارو په یوځای کولو سره به د افغان دفاع وزارت چارواکي وکولای شي خپلې چارې لا اغېزناکې کړي.

دا ودانۍ داسې مهال د ګټې اخیستنې لپاره د چمتووالي په حال کې ده، افغانستان تر اوسه رسمي دفاع وزیر نه لري.

د امریکایي پوځ یو چارواکی (فریډریک ډومونډ) وایي: ''دلته د ادارو ودانۍ او بارکونه شته او همدارنګه جنسي برابري په پام کي نیول شوې. نو کله چې افغانان دې ودانۍ ته راځي، د کلونو په تېرېدو به یې اړیکې نورې هم پياوړې شي''.

دا ودانۍ ۳۸۵۰۰ مربع متره ده، چې پر جوړېدو یې څلور کاله ولګېدل. طرحه یې په یوه ازاده سیالۍ کې د هېواد له لروبره د انجینرانو په یوه ازاده سیالۍ کې غوره شوه.

د امریکایي پوڅ یو بل چارواکي (ټوډ سېمونايټ) وايي: ''دا نه یوازې یوه ودانۍ ده، دا په اصل کې د دفاع وزارت لپاره یو نوی پیل دی، څنګه چې موږ پرله پسې توګه وینو مشران د هېواد د رهبرانو په مټ راټولېږي. موږ اوس دا وړتیا لرو چې وکولای شو ټول هغه پرمختګونه وڅارو چې زموږ نظامي ځواکونه یې لري، چې په دې سره به یو ځای کار وکړای شو او د افغانستان خلک به وژغورو''.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د وزارت په دې ودانۍ کې د سپورت لپاره جمنازیوم، روغتون او د پوځيانو لپاره بارکونه هم جوړ شوي.

دا ودانۍ د امريکا په لوړو امکاناتو او معیارونو سره جوړه شوې ده او له دې وروسته به له همدې ځایه د وسله والو پر وړاندې د بریدونو امر ورکول کېږي- هغه جګړه چې له یوې لسیزې راهیسې روانه ده.

دغه پنځه پوړیزه ودانۍ ۳۴ متره لوړه ده، چې د سپین مرمر له تیږو جوړه شوې، او په ځینو سالونونو کې یې په یو وخت تر زرو پورې کسان ځایېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د امریکايي ځواکونو جګړن ټاډ سیمونایټ چې د افغانستان ددفاع وزارت ددغې نوې ودانۍ څارنه کوي، دا ودانۍ د افغانستان ددفاع وزارت لپاره یوه نوې پیلامه وبلله چې په وینا یې اوس له دې ځایه د افغان ځواکونو د پرمختګ چارې ښې مخته وړل کېدای شي.

د وزارت په دې ودانۍ کې د سپورت لپاره جمنازیوم، روغتون او د پوځيانو لپاره بارکونه هم جوړ شوي.

ددغې ودانۍ پر کمپیوټري سیستم ۲۳ میلیون او ۳ سوه زره ډالر لګول شوي دي.

د امریکايي ځواکونو جګړن ټاډ سیمونایټ چې د افغانستان ددفاع وزارت ددغې نوې ودانۍ څارنه کوي، دا ودانۍ د افغانستان ددفاع وزارت لپاره یوه نوې پیلامه وبلله چې په وینا یې اوس له دې ځایه د افغان ځواکونو د پرمختګ چارې ښې مخته وړل کېدای شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ددغې ودانۍ پر کمپیوټري سیستم ۲۳ میلیون او ۳ سوه زره ډالر لګول شوي دي.