د ۱۴ کلن افغان ماشوم هیلې: 'تشه جیبه ته مې دښمن یې'

لعل محمد
Image caption له لعل محمده ښوونځی پاتې شو خو هغه اوس په خپلو کوچینو وروڼو چې یو یې په پنځم او بل یې په څلورم ټولګي دي، ښوونځی لولي او غواړي هیلې یې هغوی ور پوره کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت تازه موندنې ښيي چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله دوه سلنه ډېر شوی دی.

دغه وزارت یې لاملونه د ټولنې زیانمنېدل په ګوته کوي د دغو ماشومانو وضعیت او پاملرنې لپاره ډېر بنسټونه کار کوي، خو په دې برخه کې په ناغیړۍ تورن دي.

خو دغه بنسټونه د بودیجې د نشتوالي له امله سر ټکوي.

د لعل محمد ژوند د انځور په ژبه

زموږ همکارې زمزمې نیازۍ په همدې پلمه یوه ورځ د لعل محمد په نوم د یو ماشوم ژوند څارلی چې ټوله ورځ د څپلیو او شیدو خرڅولو په مرسته د کورنۍ لګښتونه پوره کوي:

''له ۷ کلنۍ مې کار پیل کړی، لومړی کې یو خرګاډی درلود، وچه ډوډۍ او کباړ مې پکې راټولاوه، په اوړي کې لمر سوځولو او په ژمي کې مو له سړو ټېک نه کېده. ډېر ستونزمن کار و. وروسته مې په ښار کې پلاستیکونه خرڅول. اوس د څرخي پله سیمه کې لاسي کراچۍ لرم او ځینې شیان پکې خرڅوم''.

Image caption لعل محمد ښوونځی تر درېیم ټولګي لوستی، خو د کور لګښتونو اړ کړ چې ښوونځی پرېږدي او درنو کارونو ته ملا وتړي

۱۴ کلن لعل محمد راته د خپل ژوند کیسه کوي. اوه کلن و چې پلار یې د مغزي ناروغۍ له امله ومړ. د پلار له مرګه وروسته یې د مور، دوه وروڼو او یوې خور ساتنه ور له غاړې شوه .

کرۍ ورځ یې د څرخي پله په لارو او بازار کې تېرېږي:

''سهار چې لمونځ وکړم، سبق ووایم، بیا راځم او شیدې وړم، بیا د څرخي پله ته ځم او تر ماځیګره چپلکې خرڅوم او بیا مستې وړم''.

ښوونځی یې تر درېیم ټولګي لوستی، خو د کور لګښتونو اړ کړ چې ښوونځی پرېږدي او درنو کارونو ته ملا وتړي:

''اوس مې مکتب پرېښی دی، مخکې مې ښوونځی تر درېیم ټولګي پورې لوستی. تره مې راته ویل په ښار کې کار کوه، او کور ته سودا پرې راوړه''.

د ډاکټرۍ یا ښوونکي کېدو هیله

هغه ښوونځي ته راغلې یم، چېرته چې لعل محمد زده کړې کولې او په راتلونکي کې یې د ډاکټرۍ یا ښوونکي کېدو هیله درلوده.

له لعل محمده ښوونځی پاتې شو خو هغه اوس په خپلو کوچینو وروڼو چې یو یې په پنځم او بل یې په څلورم ټولګي دي، ښوونځی لولي او غواړي هیلې یې هغوی ور پوره کړي.

Image caption درنو کارونو د لعل محمد د ماشومتوب شوخي ترې اخیستي، په څېره کې یې د ناهیلۍ څپې موجونه وهي

له ښوونځي د څرخي پله د بازار په لور وخوځېدو، هغه ځای چې لعل محمد هره ورځ له سهاره تر مازیګره همدلته تر سوځوونکي لمر لاندې پلاستیکي څپلۍ پلورلي:

لعل محمد: ''چپلکې واخلئ، چپلکې! ارزانه دي''.

درنو کارونو د لعل محمد د ماشومتوب شوخي ترې اخیستي، په څېره کې یې د ناهیلۍ څپې موجونه وهي. درندو کارونو او لږې ګټې ډېر نهیلی ګړی او اوس یې یواځینۍ هیله دا ده چې کوم بهر هېواد ته ولاړ شي او ډېرې پیسې وګټي:

''غواړم کوم بهر هېواد ته ولاړم، پیسې وګټم، دلته سل یونیم سل افغانۍ ګټم، چې په دې پیسو هېڅ هم نه کېږي او نه هم کور ورباندې چلېږي''.

Image caption لعل محمد ټوله ورځ د څپلیو او شیدو خرڅولو په مرسته د کورنۍ لګښتونه پوره کوي

ورته مطالب