تخار کې د اشکمش ولسوال ماین چاودنې کې وژل شوی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سیمه کې پر امنیتي پوستو له دې مخکې هم وسله والو طالبانو بریدونه کړي

د افغانستان تخار ولایت کې ځايي چارواکو تایید کړې، چې د اشمکش ولسوال له دریو نورو ملګرو سره د سړک غاړې ماین چاودنې پایله کې وژل شوی دی.

د تخار والي ویاند سنت الله تیمور په وینا په پام کې وه، چې ولسوال، نن ( یکشنه د جون ۱۴ مه د هغې پوستې لیدو ته لاړ شي، چې تېره شپه پرې وسله والو طالبانو برید کړی و.

د ښاغلي تیمور په وینا ولسوال د پولیسو مخابراتو مسوول او د اشکمش ولسوالۍ دوو امنیتي مسوولینو سره په ګاډي کې یو ځای پر لاره و، چې ګاډی یې سړک کې ځای پر ځای شوي ماین وخوت، چې له لرې کنترولیده او یاد کسان پکې ووژل شول.

د نوموړي په وینا پر پوستې له بریده وروسته طالبانو ته تلفات اوښتي او د هغوی له شاتګه وروسته سیمه کې امنیتي تدبیرونه شوي دي. اشکمش کې له دې مخکې هم د امنیتي ځواکونو پر پوستو وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي.