کونړ او لوګر کې نښتو او هوايي بمباري مرګ ژوبله اړولې

د انځور حقوق
Image caption ازرې ولسوالۍ ته د ډېورنډ کرښې له بل لوري وسله وال کسان د بریدونو لپاره راځي دین محمد درویش

افغان امنیتي چارواکي وايي تېره شپه د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پایله کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بل لور ته د چارواکو په وینا د لوګر په ازره ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو پراخ برید بر شا تمبولی او د نښتې پایله کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د افغانستان ملي امنیت ادارې ویلي، چې تېره شپه کونړ کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوی والي د دوو وسله والو طالب قومندانانو او ۱۲ وسله والو ملګرو په ګډون وژل شوي دي.

ملي امنیت پر خپله رسمي پاڼه لیکلي، چې عمر ځدراڼ د کونړ لپاره د طالبانو لخوا والي بلل کېده او دغه راز په دانګام ولسوالۍ کې د طالبانو قومندان مولوي اصغر د دغه برید پایله کې په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

په ختیځ کې د ۲۱۰ سیلاب قول اردو بیا د دغه برید پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ بولي او دوی هم د طالبانو والي وژل کېدل تایید کړي دي.

د پوځ اعلامیه کې ویل شوي، چې بریدونه تېره شپه په زوړ براول، بنشي کنډو او ساونه سیمو کې تر سره شوي دي.

دانګام کې له تېره یوه کال راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت مخالفو وسله والو تر منځ خونړۍ نښتې لیدلې شوې دي.

بل لور ته د لوګر والي ویاند دین محمد درویش وايي، چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبان د دغه ولایت په ازره ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو پراخ برید وکړ. د نوموړي په وینا د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي، چې وايي مړي یې د نښتې په ځای کې پاتې شوي دي.

د دغه برید پایله کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتیري وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.

د ښاغلي درویش په خبره ازرې ولسوالۍ ته د ډېورنډ کرښې له بل لوري وسله وال کسان د بریدونو لپاره راځي.

نوموړی وايي لا هم په سیمه کې خال خال جګړه روانه ده.