اوسلو خبرو کې د ګډون لپاره افغان پلاوی تللی

د انځور حقوق BBC World Service

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان حکومت په استازيتوب یو پلاوی د دوشنبې په ورځ 'جون ۱۵' د افغانستان د سولې په تړاو اوسلو ته تللی دی.

د دغه پلاوي مشري د اجرايي رییس دویم مرستیال محمد محقق کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني بي بي سي ته وویل، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت کرزی هم د دغه شپږ کسیز پلاوي غړی دی.

د نوموړي په وینا، دغه پلاوی "اوسلو غونډې" ته د ګډون لپاره د رسمي بلنې پر بنسټ تللی دی.

ښاغلی مستغني وايي، هر کال د اوسلو د غونډې موضوع د نړۍ په بېلا بېلو څنډو کې د سولې په اړه وي. سږ کال به په دغه غونډه کې د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د دوی د معلوماتو پر بنسټ کېدای شي د طالبانو استازي هم په دغه غونډه کې موجود وي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغو استازو د شتوالي په صورت کې احتمال لري چې د افغانستان دولت استازي له دوی سره مخامخ خبرې وکړي. د طالبانو ډلې تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه معلومات لکه د ګډون کوونکو کسانو نوملړ او هغه موضوع ګانې چې کیدای شي په دغه غونډه کې خبرې پرې وشي محرمانه دي.

د اوسلو غونډه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت او د بشري خبرو اترو مرکز په مرسته هر کال ترسره کېږي.

په دغو غونډو کې د نړۍ په کچه د جګړو او کړکیچونو د پای ته رسولو په اړه خبرې کېږي او دغو کړکیچونو ته د حل لارې وړاندې کېږي.

په دا وروستیو کې دوې ناستې په ناروې او دبۍ کې د یو شمېر مدني فعالانو، د پارلمان د استازو، افغان میرمنو او د طالبانو استازو په ګډون تر سره شوې.

خو د افغانستان دولت ویلی و، چې دغه ناستې غیر رسمي دي او هغه مېرمنې چې له طالبانو سره د خبرو لپاره تللې دي د افغانستان دولت استازيتوب نه کوي.

ورته مطالب