کابل کې افغان محصل لمریز موټر جوړ کړی

Image caption د دغه موټر د باډۍ ډېرې برخې په کابل کې له اوسپنیز څادره جوړې دي.

په کابل کې یوه ځوان افغان محصل له کال خوارۍ وروسته په دې توانېدلی چې لمزیر موټر جوړ کړي.

پر دغه موټر چې پنځه زره امریکايي ډالره لګښت راغلی، د ډېرو پام يي ځان ته اړولی دی.

زموږ خبریال سیدعبدالله نظامي د کابل په یوه واټ څو شېبې د دغه موټر ننداره کړې او ګڼ نور خلک یې هم لیدو ته ور روان دي.

د کابل د دارالامان پر سړک د کوچني شین رنګه وړوکي موټر ځغاستې ته د ډېرو سترګې دي.

موټر په نورو کې جلا ښکاري، د نړۍ د مشهورو کمپنیو په جوړو موټرونو کې بې تیلو او ګازه روان وي او له لمره انرژي اخلي.

د دغه موټر د باډۍ ډېرې برخې په کابل کې له اوسپنیز څادره جوړې دي او د جاپاني موټر او موټرسایکل ځینې برخې په کې کارول شوي دي.

وحیدالله ګردیزی چې د افغانستان د برېښنا یو انجینیر دی، پوره کال يې د دغه موټر پر جوړولو خواري کړې ده.

Image caption وحیدالله ګردیزی چې د افغانستان د برېښنا یو انجینیر دی، پوره کال يې د دغه موټر پر جوړولو خواري کړې ده.

نوموړی وايي: "په ۲۰۱۴ کال کې مې د موټر جوړولو کار پیل کړ، خپل کرولا ډوله موټر مې وپلوره چې سامانونه پرې واخلم، خو بیا هم و نه شوه، زرو ډالرو ته مې خبره بنده شوه، پر فیسبوک راته یوه ملګري ولیکل چې زه به د دومره پیسو مرسته درسره وکړم نو بیا مې دا کار پرې سرته ورساوه".

وحیدالله وايي که ورسره لاس واړول شي تمه لري چې تر دې به ښه موټر جوړ کړي ځکه دا يې لومړی وار و او ډېر څه يې په کې زده کړي دي.

"که حکومت یا نور څوک راسره مرسته وکړي، کولی شم داسې موټر جوړ کړم چې ۱۲ کسان په کې ځای شي او په ښار کې ترې د ټیکسي په توګه کار واخیستل شي. اوس مې تجربه شوې، په کمو پیسو به ښه موټر جوړوم."

د لمریزې انرژۍ په مټ د چلېدونکي موټر ښه والی دا بلل کېږي چې هم له اقتصادي پلوه ګټور دی او هم یې چاپیریال ته تاوان نه شته خو دا یو بېلګه یز ګاډی دی او د لمریز ترانسپورت حساب پرې نه شي کېدای.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان ځوانان د نورو په تقلید یو څه جوړوي، ډېرو افغان زلمیانو په تېرو کلونو کې دا ډول نوښتونه کړي خو څوک يې د لاس نیوي نه شته چې راتلونکي ته يې ډاډمن کړي.

سیاسي او اقتصادي ناکراریو زړه ورمات کړی چې د چا پام نه ور اوړي خو بیا هم هنر هېڅکله خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي.

ورته مطالب