د ټاکنیز سیستم سمون لپاره د ټاکنو کمیسیون نوې طرحه

Image caption د جوزا د ۲۴مې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د پراخو درغلیو په اړه ګڼې ادعاوې وشوې چې یو شمېر یې د ټاکنو سمبالونکو کمیسیونونو ته هم متوجې وې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو او د دغه کمیسیون د فعالتیونو لپاره یې ولسمشر ته یوې نوې طرحه لېږلې ده.

دغه طرحه نږدې ۵۰ مخه لري چې په شاوخوا دریو میاشتو کې چمتو شوې او په کې د ټاکنیز سیستم او عملیاتي فعالیتونو سمون لپاره د لنډمهالو او اوږدمهالو پروګرامونو سپارښتنه شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړې شریفه زرمتۍ بي بي سي ته وویل په لنډ مهالو پروګرامونو کې د رای ورکونکو نوملړ جوړول، په کمیسیون کې د ظرفیتونو لوړل، د دایمي کارکونکو ګومارل او د ټاکنو پر ورځ له ټکنالوژۍ کار اخیستل شامل دي.

نوموړې وايي په اوږدمهالو پروګرامونو کې به د امنیت ټینګښت، د برېښنايي تذکرو وېش، په ټول افغانستان کې د وګړو کره شمېر، د ټاکنو د قوانینو سمون او د ټاکنو د کمیسیونونو د دندو مشخصولو ته پام کېږي.

د دغې طرحې پخوانۍ بڼه هم ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږل شوې ده خو ولسمشر غني تېره اوونۍ د ټاکنو کمیسیون له چارواکو سره له غونډې وروسته له دوی وغوښتل چې دغه طرحه په لیکلې رسمي بڼه ورولېږي.

اغلې زرمتۍ وايي په پخوانۍ طرحه کې له لږ توپیر وروسته، نوې هغه یې پرون ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپارله.

د نوموړې په وینا د دغې طرحې پلي کولو لپاره ډېرو پیسو ته اړتیا ده.

خو نړیوالې ټولنې ویلي د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره د دوی هر راز مرسته په کمیسیونونو او ټاکنیز سیستم کې د سمون له راوستلو سره تړلې ده.

د جوزا د ۲۴مې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د پراخو درغلیو په اړه ګڼې ادعاوې وشوې چې یو شمېر یې د ټاکنو سمبالونکو کمیسیونونو ته هم متوجې وې. په همدې دلیل د ټاکنیز سیستم د سمون لپاره د یوه ځانګړي کمیسیون جوړول یو له هغو مهمو شرطونو و چې پر بنیاد یې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شو.

د ټاکنیزو کمیسیونو او ټاکنیز سیستم د سمون لپاره ځانګړی کمیسیون له څو میاشتو ځنډ وروسته جوړ شو.

ولسمشر غني د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ د دغه کمیسیون د مشرې په توګه وټاکله خو د اجرایوي مشر عبدالله عبدالله له مخالفت سره مخامخ شو. له هغه وروسته د دغه کمیسیون په کار کې پرمختګ نه دی تر سترګو شوی.

تر اوسه د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مهالوېش نه دی چمتو شوی او د ټاکنو کمیسیون تایدوي چې په وروستیو کې د بهرنیو مرستو د درېدو له کبله یې نږدې ۱۰۰۰ کارکونکي له لاسه ورکړي دي.

دغه طرحه داسې مهال ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږل کېږي چې د پارلمان د کار قانوني پای ته یوازې دوه ورځې پاتې او د دوی د کار دوام یا ختمېدو په اړه سخت بحثونه روان دي.

ورته مطالب