" وژل شویو افغان ځواکونو له کورنیو سره د مرستې لپاره صندوق جوړیږي"

د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلی غني وايي،افغان حکومت د سولې او پخلاینې لپاره د هر ډول ګام پورته کولو هرکلی کوي

د افغانستان ولسمشر د روژې میاشتې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، چې د افغان ځواکونو د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د مرستې لپاره یو صندوق جوړیږي.

په دغه پیغام کې راغلي، چې دغه صندوق به د ۹۰ میلیونو افغانیو پانګونې سره رامنځته شي. ښاغلي غني له خلکو، خیریه موسسو او سوادګرو غوښتي، چې د دغه صندوق ملاتړ وکړي.

نوموړي په افغانستان کې جګړه، تپلې شوې وبلله وايي:"د دغه هېواد اصلي دښمن یعنی فقر او محرومیت سره د د مبارزې پر وړاندې تپلې شوې جګړه خنډ دی".

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې دا هم وویل:"هغه لګښت چې نن د جګړې پر وړاندې مبارزې کې لګول کېږي کېدای شوای هېواد کې د شته فقر پر وړاندې مبارزه کې او پر ودانولو لګول شوی وای، جګړه د دې لامل کېږي چې فقر دوام پیدا کړي، روغتیايي برخه اغیزمنه شي او د ښې حکومتولۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي".

افغان ولسمشر په خپل پیغام کې له امنیتي ځواکونو غوښتي، چې روژې میاشت کې تر وروستۍ کچې هڅه وکړي چې امنیت تامین کړي، تر هغه چې د دغه هېواد وګړي دغه میاشت په ارامه ژوند وکړي.

نوموړي ويلي، افغان حکومت د سولې او پخلاینې لپاره د هر ډول ګام پورته کولو هرکلی کوي. خو ښاغلي غني دا هم وویل:"هغه کسان چې د سولې غږ ته په جګړې سره ځواب وايي د افغان ځواکونو له ځواک څخه به د تېښتې لاره ونه لري".

ورته مطالب