ننګرهار کې د برېښنا نشتوالي خلاف لاریون شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption له تېرو پنځو ورځو راهیسې پر ننګرهار او لغمان له نغلو راتلونکې بریښنا پرې شوې ده

د ننګرهار ولایت سلګونو اوسیدونکو پر ننګرهار او لغمان د نغلو دبرېښنا دپرې کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.

لاریون کوونکو دجلال اباد کابل لویه لاره دڅو ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه. دوی حکومت په دې برخه کې په بې پروایۍ تورن کړ او غوښتل چې خپلې هلې ځلې دې ګړندۍ کړي.

دوی ګوتڅنډونه وکړه که غوښتنه یې ونه منل شي لارې به وتړي او لاریونو ته به دوام ورکړي.

له تېرو پنځو ورځو راهیسې پر ننګرهار او لغمان له نغلو ورتلونکي برېښنا پرې شوې ده.

ځايي چارواکی وايي له څو ورځو راهیسې یې هلې ځلې پیل کړي چې برېښنا راخوشې شي.

د دوی په وینا د ازبین په سیمه کې ځايي وسله والو او ولسي خلکو دا برېښنا پرې کړې او د چارواکو په وینا غوښتنه يې دا ده چې دازبین سیمې ته برېښنا ورکول شي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې هلې ځلې یې پیل کړي دي چې برېښنا جوړه شي، خو د برېښنا دادارې کارکونکي وايي هلو ځلو یې تر دې دمه پایله نه ده درلودلې.