افغان حکومت له طالبانو يمګان ولسوالي بېرته نيولې

د انځور حقوق EPA
Image caption افغان امنيتي ځواکونه ادعا کوي چې د يمګان د نيولو په عملياتو کې يې مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

د افغانستان د شمال ختيځ ولایت بدخشان ځايي چارواکو اعلان کړی چې افغان امنيتي ځواکونو د يمګان ولسوالي له وسلوالو طالبانو بېرته نيولې.

يمګان کابو دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو لاس ته لوېدلې وه.

د بدخشان امنيه قومندان بابه جان بي بي سي ته ويلي چې افغان ځواکونه نن سهار (يکشنبه، ۲۱ جون) وتوانېدل چې وسلوال طالبان په شا وتمبوي.

دی ادعا کوي چې د يمګان د نيولو په عملياتو کې يې مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

افغان حکومت له وسلوالو طالبانو غوښتي چې د روژې په مياشت کې له جګړو لاس واخلي، خو طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده.

د چاردرې سقوط

د انځور حقوق
Image caption افغان حکومت له وسلوالو طالبانو غوښتي چې د روژې په مياشت کې له جګړو لاس واخلي، خو طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده

له کندوز ولایت نه ورکړای شوي راپورونه وايي چې د دغه ولایت د چاردرې ولسوالي د وسلوالو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

ځايي چارواکي وايي دغلته اوس هم سخته جګړه روانه ده او افغان امنيتي ځواکونو تکتيکي په شاتګ کړی دی.

ځايي پوليس وايي ولسوالۍ له دې امله سقوط وکړ چې دوی ته مرستندويه ځواک و نه رسېد.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي چاردره له سختې جګړې وروسته وسلوالو مخالفينو نيولې، خو وايي لا هم جګړه روانه ده.

په دغه جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي ورکړای شوي.

عيني شاهدانو هم ويلي چې چاردره د وسلوالو مخالفينو لاس ته لوېدلې ده.

چاردره له کندوز ښاره شاوخوا۱۰ کیلومتره لېرې پرته ده چې په وروستيو کې د ناامنيو پېښې په کې ډېرې شوې دي.

څو اوونۍ وړاندې هم په کندوز کې جګړې زور اخيستی و او وسلوال طالبان د ښار څو کيلومترۍ ته رسېدلي وو.

دغو جګړو زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو تېښتې ته اړ وېستې دي.

ورته مطالب