د ملي امنيت مشر د پوهنتون له دوو ښوونکو بښنه غوښتې

د انځور حقوق ANDS

د افغانستان د ملي امنيت مشر رحمت الله نبيل د پوهنتون له دوو ښوونکو د سر د وېښتو غوڅولو په اړه بښنه غوښتې ده.

تېره اوونۍ رسنيو خبر ورکړ، چې د پوهنتون له دوو ښوونکو د ملي امنيت په يوه توقيف ځای کې د سر وېښته غوڅ شوي دي.

د ملي امنيت مشر د غزني ولايت له دوو تنو ښوونکو سره په خپل دفتر کې کتلي او د رامنځ ته شوې پېښې په اړه يې خواشيني څرګنده کړې ده.

په يوه مطلب کې چې د ملي امنيت پر وېبپاڼه خپور شوی و، ويل شوي چې "د دغو دوو ښوونکو سره په ناڅرګند ډول ناسم چلند شوی وو".

دوی وايي په دغه پېښه کې د ملي امنيت دوه تنه ټيټ رتبه کارکوونکي په غير مستقيم ډول ښکېل وو.

د ملي امنيت د خبرپاڼې په وينا په دې پېښه کي ښکېل کسان نيول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

ښاغلي نبيل ويلي چې دغه "پېښه به په هر اړخيزه توګه څېړي" او د عدالت د پلي کولو ژمنه يې کړې ده.