د افغان حکومتي روغتونو یو شمېر خدمتونه د پېسو بدل کې

د انځور حقوق KATE HOLT
Image caption بېړني او لومړني خدمتونه تر دغه امر لاندې نه راځي او وړیا دي وحید مایار

له دې وروسته به ا فغانستان کې حکومتي روغتونونه وکولای شي له ناروغانو پیسې واخلي، خو لومړني او بېړني خدمتونه به بیا هم وړیا وي.

هغه خدمتونه ت چي لومړني او بیړني نه دي د هغو په مقابل کې به یوه اندازه پېسې اخیستل کېږي. ولسي جرګې د روغتیا په قانون کي تعدیل راوستي او حکومتي روغتونونو ته يي په دې اړه واک ورکړی، خو یو شمېر خلک دغه چاره له اساسي قانون سره په ټکر کې بولي.

کابل کې زموږ همکار احمدشاه انګار خپل رپوټ کې کاږي، چې زه په کابل کی د وزیر محمد اکبر خان مشهور روغتون ته ورغلم، هلته چې هره ورځ سلګونه ناروغان د هېواد له بېلابیلو ولایتونو د وړیا درملنې لپاره ورځي.

روغتیايي چارواکي وايي د دویمو او دریمو کچو خدموتونو لپاره به ناروغان پیسې ورکوي خو دغه کچې کومې دي دروغتیا وزارت ویاند وحید مایار يي راپیژني:

د انځور حقوق KATE HOLT
Image caption ډېری ناروغان د دولت له دغه ګام خوښ ښکاري چي دولت به د لږو پېسو په مقابل کي هغه خدمتونه وړاندې کوي چې په شخصي روغتونو کې په لوړه بیه دي

بېړني او لومړني خدمتونه تر دغه امر لاندې نه راځي او وړیا دي، خو د دویمې کچې خدمتونه لکه یو کس چې د صفرا په کڅوړه کې ډبره لري عملیات کوي یا هم د دریمې کچې خدمتونه لکه مثلاً یو څوک د سرطان ناروغي لري او د هغه معاینات یو لړ لیزري ازموینو ته اړتیا لري، دغه ډول خدمتونه به د پېسو په بدل کې وي، خو د شخصي روغتونونو پرتله به ډېر ارزانه وي.

ډېری ناروغان د دولت له دغه ګام خوښ ښکاري چي دولت به د لږو پېسو په مقابل کي هغه خدمتونه وړاندې کوي چې په شخصي روغتونو کې په لوړه بیه دي.

خواجه عبدالسمیع چي شاوخوا ۳۰ کاله يې په وزیر اکبر خان روغتون کې فعالیت کړی وايي هغه مهال چې دغه روغتون جوړ شو هغه وخت هم یوه اندازه پېسي د روغتون د اړتیاوو پوره کولو لپاره له ناروغانو اخیستل کېدې.

د یاد روغتون د لابراتوار د څانګي مسوول وايي زموږ خلک د وړیا خدمتونو قدر نه کوي، هره ورځ موږ د سلګونو خلکو معاینې کوو چې زرګونه افغانۍ لګښت پرې راځي، خو وايي خلک د خپلو معایناتو پایلې نه وړي ځکه وايي وړیا دي.

د انځور حقوق KATE HOLT
Image caption د کابل ښاریان هم له حکومته غواړی چې په دې اړه د فساد د مخنیوي لپاره باید جدي ګامونه پورته کړي، چې د خلکو حقونه بی ځایه ضایع نه شي

د وزیر اکبر خان روغتنون مشر ډاکتر نور اقا په قانون کې دغه ګام هرکلی کوي، چی وروسته له دې به دولتي روغتونونه واک ولري ، چې یوه اندازه پېسې له ناورغانو واخلي. دی وايي چي دا چاره د ناروغانو په ګټه ده او د لږو پېسو مقابل کې به معیاري خدمتونه ورته وړاندي کېږي.

ډېری خلک د روغتیا په قانون کې د دویمي مادې تعدیلول چي دولتي روغتونو ته واک ورکوي، چې د روغتیا يي خدمتونو بدل کې پېسې واخلی د اساسي قانون د ۵۲ مادې سره چې وايي دولتي روغتیايي خدمتونه به وړیا وي، په ټکر کې بولي. خو د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي چي دغه کار د قانون په چوکاټ کې کېږي.

په نوره نړۍ کې هم حکومتي روغتونونه واک لري چې د یولړ خدمتونو په وړاندې کولو سره پېسي واخلي. د کابل ښاریان هم له حکومته غواړی چې په دې تړاو د فساد د مخنیوي لپاره باید جدي ګامونه پورته کړي، چې د خلکو حقونه بی ځایه ضایع نه شي. د ولسي جرګې دغه پرېکړه به وروسته له هغه چې د مشرانو جرګې لخوا تصویب او د ولسمشر له خوا توشیح شي د اجرا وړ وي.