م. م: پاکستان کې افغان کډوال ''له ياده مه باسئ''

Image caption د سازمان د رسمي شمېرو له مخې ۱،۵ ميليون افغان کډوال اوس په پاکستان کې دېره دي چې ډېری يې د دغه هېواد په پنډغالو کې سخت ژوند تېروي

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي هغه افغان کډوال چې له لسيزو راهيسې د جګړو له امله په پاکستان کې دېره دي له ''ياده'' و نه باسي.

د سازمان د رسمي شمېرو له مخې ۱،۵ ميليون افغان کډوال اوس په پاکستان کې دېره دي چې ډېری يې د دغه هېواد په پنډغالو کې سخت ژوند تېروي.

ويل کېږي همدومره نور افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري هم مېشت دي.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو سازمان مشر انتونيو ګوترس تېره ورځ (دوشنبه، ۲۳ جون) په پاکستان کې د افغان کډوالو يو شمېر پنډغالو ته ورغلی و.

ده وويل افغانستان بېرته راستنېدونکو ته د يوه مناسب چاپيريال د رامنځته کېدو په برخه کې مرستې ته اړتيا لري.

ښاغلي ګوترس زياته کړه: ''د ملګرو ملتو ټول پام د منځني ختيځ، سوريې او عراق کړکېچ ته ور اووښتی، خو افغانان وروسته له سوري وګړو دویم ستر نفوس دی چې په ګاونډي هېواد کې مېشت شوي''.

Image caption پاکستان کې پر افغان کډوالو وروسته له هغه د دغه هېواد د پوليسو او امنيتي ځواکونو فشار زيات شوی چې پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي بريد وشو

د سازمان مشر وويل: ''نړیواله ټولنه بايد په دې وپوهېږي چې دا يوازې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ايران مسووليت نه دی، بلکې دا مسووليت ټولو ته راجع دی''.

تېره اوونۍ ملګرو ملتو اعلان وکړ د هغو کسانو شمېر چې د جګړو، زورزياتي او شکنجې له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي ۶۰ ميليونه ته رسېدلی دی.

Image caption د ملګرو ملتو رسمي شمېرې ښيي د هغو افغان کډوالو شمېر چې د روان ميلادي کال په لومړيو څلورو مېاشتو کې له پاکستان نه خپل هېواد ته ستانه شوي د هغو نهه برابره دي چې تېر کال په همدې موده کې هېواد ته ستانه شوي دي

د ملګرو ملتو شمېرې ښيي چې د دغو کډوالو نيمايي يې ماشومان دي.

پاکستان کې پر افغان کډوالو وروسته له هغه د دغه هېواد د پوليسو او امنيتي ځواکونو فشار زيات شوی چې پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي بريد وشو.

د ملګرو ملتو رسمي شمېرې ښيي د هغو افغان کډوالو شمېر چې د روان ميلادي کال په لومړيو څلورو مېاشتو کې له پاکستان نه خپل هېواد ته ستانه شوي د هغو نهه برابره دي چې تېر کال په همدې موده کې هېواد ته ستانه شوي دي.

ورته مطالب