"حقاني شبکه او آی ایس آی پر پارلمان د برید مسولین دي"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي د دوشنبې پر ورځ (جون ۲۲مه) کابل کې پر پارلمان برید حقاني شبکې د پاکستان د څارګرې ادارې (آی ایس آی) په امر کړی و.

په دغه برید کې اووه بریدګر نږدې درې ساعته له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وو.

طالبانو د برید مسولیت منلی و.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویاند حسیب صدیقي بي بي سي ته وویل: "د افغانستان پر ولسي جرګې د برید پلان د حقاني شبکې یوه غړي مولوي شیرین په پېښور کې جوړ کړی و. نوموړي دغه برید د بلال په نامه د آی ایس آی د یوه افسر په امر پلان کړی و."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پر پارلمان برید غندلی و خو د دغه هېواد د ملي امنیت ادارې د ادعا په اړه یې لا څه نه دي ویلي.

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته، افغان حکومت هڅه کړې پاکستان سره خپلې اړیکې ښې کړي.

په وروستیو اوونیو کې د دواړو هېوادونو څارګرو ادارو ترمنځ د یوې امنیتې هوکړې لاسلیکېدو خبر ډېر شورماشور جوړ کړی و.

اسلام اباد سره د نږدې کېدو په موخه د کابل له یو لړ کوښښونو وروسته، دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت د آي ایس آی غړي افغانستان کې په یوه برید کې پر لاس درلودو تورنوي.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب