پاکستان د افغانستان پر ولسي جرګې د برید ادعا رده کړه

د انځور حقوق f
Image caption د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله وويل د آی ایس آی پر ضد تورونه نوي نه دي او دا چي دغه ډول تورونه وړاندې هم لګېدلي دي.

پاکستان د افغانستان د ملي امنیت ادارې هغه ادعا په کلکه رد کړه چې وايي د دوشنبې پر ورځ (جون ۲۲مه) کابل کې پر ولسي جرګې برید حقاني شبکې د پاکستان د څارګرې ادارې (آی ایس آی) په امر کړی وو.

په دغه برید کې اووه بریدګر نږدې درې ساعته له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وو.

طالبانو د برید مسولیت منلی و.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویاند حسیب صدیقي بي بي سي ته ویلي وو: "د افغانستان پر ولسي جرګې د برید پلان د حقاني شبکې یوه غړي مولوي شیرین په پېښور کې جوړ کړی و. نوموړي دغه برید د بلال په نامه د آی ایس آی د یوه افسر په امر پلان کړی و."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله وويل د آی ایس آی پر ضد تورونه نوي نه دي او دا چي دغه ډول تورونه وړاندې هم لګېدلي دي.

ښاغلي خلیل الله اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته وويل "پاکستان د افغانستان په اړه نیک نیت لري. موږ افغانستان سره ښو اړيکو ته ژمن يو."

نوموړي زیاته کړه: "موږ مخکې ويلي وو او اوس یې بيا هم وایو چې د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان دي. دا مو د بهرنۍ تګلارې برخه ده چې نورو ته به دا فرصت نه ورکوو چې زموږ له خاورې د نورو پر ضد کار واخلي. "

افغانستان کي د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو کي ښه والی راغلی و خو د افغانستان د ملي امنیت ادارې د وياند څرګندونې ښايي يو وار بيا ناباوري رامنځ ته کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل هېواد یې په دې وروستیو کې د چين په اورمچي سیمه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو اترو ته لاره هوار کړې وه.

رسنيو وړاندې ويلي وو دغه خبرې د مې پر ۱۹مه او ۲۰مه ترسره شوې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز هم د اورمچي غونډه تايد کړې وه خو د طالبانو د مشرتابه شورا تېره ورځ دغه خبر رد کړ.

ورته مطالب