پاکستان: د افغان کډوالو ایستلو پر ضرب الاجل بیا غور ممکن دی

د انځور حقوق AP
Image caption افغان حکومت نه یوازې په کور دننه د بې ځایه شویو کسانو بلکې له هېواد بهر د مېشتو کډوالو په اړه هم کلک هوډ لري، چې خپلل کور کلي ته ستانه شي انتونیو ګونتارڅ

پاکستان ویلي کولای شي د سږ کال تر پایه په دغه هېواد کې د مېشتو ۱۵ سوه زره افغان کډوالو هېواد ته د ستنېدو پر پرېکړه له سره غور وکړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې هم ویلي، چې د دواړو هېوادونو حکومتونه به راتلونکې اګست میاشتې پورې د کډوالو ستنېدو پلان چمتو کړي.

په تېر کې هم څو ځلې د کډوالو ستنېدو پروګرام موده غځول شوې وه، خو پېښور کې پر یوه ښوونځي له بریده وروسته داسې معلومیده، چې پاکستان دا ځلې نه غوښتل دغه موده وغځوي.

تېر دسمبر کې پر پېښور ښوونځي له بریده وروسته پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې وه، خو د وخت له تېروېدو سره اوس دغه لړۍ په نسبي ډول سوکه شوې ده.

دغه حالت ته په کتو سره ډېرو داسې انګېرله، چې ښايي پاکستان به د سږ کال تر دسامبره پورې افغان کډوال په زوره وتلو ته اړ کړي، خو د پاکستان د پولو مسایلو او ایالتونو فدرالي وزیر متقاعد جنرال عبدالقادر بلوڅ د پاکستاني حکومت له لوري دې لړ کې نرمي ته اشاره کړې او وايي دې لړ کې له افغان حکومت سره اړیکه کې دي.

Image caption دوی زموږ میلمانه دي او موږ نه غواړو د تېرو ۳۵ کلونو مودې، کې چې موږ د دغو افغانانو څه ډول کوربتوب کړی په هغه کې ستونزې راپورته شي عبدالقادر بلوڅ

نوموړی وايي:

' هغسې ګامونه به واخیستل شی، چې ممکن وي. هیله مو داده، چې هر یو افغان کډوال د دسامبر میاشتې ۳۱ مې له ټاکلي ضرب الاجله مخکې خپل هېواد ته ستون شی، خو دا به وکتل شي، چې دغه ډول شونتیا څومره ده، ایا په خپله خوښه د دوی ستنېدل شوني دي؟

دوی زموږ میلمانه دي او موږ نه غواړو د تېرو ۳۵ کلونو مودې، کې چې موږ د دغو افغانانو څه ډول کوربتوب کړی په هغه کې ستونزې راپورته شي.'

ښاغلي عبدالقادر داسې اشاره هم وکړه، چې ګواکې پاکستان حکومت د کډوالو ستنېدو پر درې پړاویز پلان غور کوي، چې وايي تر راتلونکي کاله یې شونتیا شته، خو نوموړی وايي د مودې غځولو وروستۍ پرېکړه به فدرالي کابینه کوي.

Image caption تېر دسامبر کې پر پېښور ښوونځي له بریده وروسته پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې وه

بل لور ته د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې مشر انتونیو ګونتارڅ چې تېره ورځ پاکستان ته تللی و، بي بي سي ته ویلي، چې دوی هم غواړي افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي، خو وايي دا اړینه ده، چې افغانستان کې د دې لپاره حالات مساعد وي. د نوموړي په وینا:

' فکر کوم دې لړ کې مهمه خبره د پاکستان پر ځای افغانستان کې ده. دوې میاشتې مخکې، چې زه افغانستان ته تللی وم و مې لیدل، چې افغان حکومت نه یوازې په کور دننه د بې ځایه شویو کسانو بلکې له هېواد بهر د مېشتو کډوالو په اړه هم کلک هوډ لري، چې خپلل کور کلي ته ستانه شي. دغه کډوال هغو سیمو ته ستنېدای شي، چې ناامني پکې نه شته، خو دوی باید د ژوند پیلولو فرصتونه هم ولري.'

د ملګرو ملتونو ادارې یو این سي ایچ سي ار له راتلونکې میاشتې د افغان کډوالو د ثبت لړۍ پیلول په پاکستان کې د شته افغان کډوالو تنظیمولو پر لور لومړی ګام بللی.