۷۶ میلیونه غلا شوې افغانۍ بیرته افغان دولت ته وسپارل شوې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کندهار سیمه ییزو چارواکو ژمنه کړې، چې د دې موضوع په اړه به پلټنې کوي

د افغانستان بانک میلیونونه لوټل شوې پیسې بیرته پولیسو ته و سپارل شوې.

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان بانک له څانګې څخه ۷۶ میلیونه افغانۍ، چې د همدې بانک یو مامور له ځانه سره وړې وې بیرته بانک ته سپارلې دي

د کندهار د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رییس مل پاسوال عبدالرحیم علي خیل وايي، چې د بانک مدیر په خپله خوښه ټولې پيسې بیرته دولت ته سپارلې دي.

د افغانستان بانک د جنوبي زون خزانه دار نورمحمد د څارنوالانو او رسنیو په شتون کې د بانک ټولې لوټل شوې پیسې تر لاسه کړې.

د افغانستان بانک د سپین بولدک د څانګې مدیر سید احمد اغا چې ويل کېدل دغه پسې يې لوټلي دي وایي، چې پیسې يې د ښه نیت او خوندې ساتلو په موخه د یادې څانګې څخه خوندي ځای ته لیږدولې وې.

هغه خبریالانو ته وويل، چې دی د عدالت غوښتونکی دی او له حکومت څخه یې پر هغو کسانو د قانون د عملي کولو غوښتنه وکړه، چې له کبله یې دې کار ته اړ شوی.

نوموړي د بانک د ځينو مامورینو اختلاس، غیر قانوني کړنو او ځینو نورو ته ګوته ونیوله، چې د هغوی کنټرولول يې تر خپل توان لوړ کار باله.

د کندهار سیمه ییزو چارواکو ژمنه وکړه، چې په دې اړه به پلټنې کوي.

د یادولو ده، چې نږدې ۴ میاشتې وړاندې د افغانستان بانک د سپين بولدک د څانګې مدیر ۷۶ میلیونو افغانیو سره شپه مهال د ډيورنډ پولي هاخوا چمن ښارګوټي ته تښتېدلی و .

یوه امنیتي سرچینه وایې، چې د بانک د امنیتي کیمرې تصویرونو ښودل ، چې ددغه څانګې مشر له څو نور کسانو سره یو ځای د بانک د خزانې ټولې پیسې په یوه موټر کې لېږدوي.

Image caption کندهار کې د افغانستان بانک له څانګې څخه ۷۶ میلیونه افغانۍ، چې د همدې بانک یو مامور له ځانه سره وړې وې بیرته بانک ته سپارل دي

د پيسو د تښتولو سره سم د افغانستان بانک د جنوبي حوزې د ریس دنده وځنډول شوه او د پیښې په تړاو د بانک ۷ تنه کارکونکي هم زنداني شول.

سپین بولدک، چې له پاکستان سره پر پوله پرته ولسوالۍ ده د کندهار له مهمو تجارتي او کاروباري ولسوالیو نه شمېرل کېږي، هلته د ښاروالۍ، ټرانسپورټ د عوايدو ترڅنګ زيات ګمرکي عوايد همدې بانک ته تحويلېدل.

ورته مطالب