"جنګي ویډیو لوبې ماشومان تاوتریخوالي ته هڅوي"

د انځور حقوق TWITCH

د ماشومانو د روزنې یو شمیر کارپوهان وايي چې جنګي ویډیو لوبې یانې ویډیو ګیمونه،ماشومان تاوتریخوالي ته هڅوي.

ارواپوهان داسې مهال دا خبرداری ورکوي چې افغانستان ته راوړونکي نژدې ټولې ویډیو لوبې جنګي دي.

خو د ویډیو لوبو کارپوهان له دغه اړخیز زیان سره سره بیا هم وايي که ماشومانو ته ښې لوبې غوره شي او له یوه مهال وېش سره سمې یې تر سره کړي نو هم یو خوندوره بوختیا ده، او هم د ماشوم لپاره یو روزنیز بهیر چې ذهن یې په کې وده کوي.

نن سبا په افغانستان کې ویډیو لوبې دود دي، په دغو لوبو کې روزنیزې او بوختونکې لوبې هم راځي خو په بازارونو کې ډیری یې جګړیزې دي.

د ماشومانو د روزنې د برخې یو شمیر کاپوهان وايي چې ګواکې جګړیزې ویډیو لوبې نیغ پر نیغه د ماشومانو پر کړو وړو او چلند ناوړه اغیز ښندي او هغوی تاوتریخوالي ته هڅوي.

شرف الدین عظیمي چې د کابل په یوه پوهنتون کې د ماشومانو د ارواپوهنې استاد دی وايي چې جنګي ویډیو ګیمونه نه یوازې ماشوم تاوتریخوالي ته هڅوي بلکې نور زیانونه هم لري.

ښاغلي عظیمي وايي "جنګي ګېمونه په ماشومانو کې جنګي روحیه را پاروي، اضطراب یې زیاتوي او تاوتریخوالي ته یې را هڅوي"

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته نژدې ټول رالیږونکي ویډیو لوبې جنګي دي، او دا هم په پام کې نه نیول کیږي چې کومه ویډیو لوبه د کوم عمر د ماشوم لپاره ده.

سره له دې چې ګڼ ارواپوهان جنګي ویډیو لوبې د تاوتریخوالي لامل بولي خو یو شمیر نور وايي نه ده ثابته شوې چې دغه لوبې دې په رښتیا هم ناوړه اغیز ولري.

یو شمیر افغانان وايي نړیوالو ته جنګ خیال او دوی ته حقیقت نو په وینا یې ځکه ښايي افغان ماشومان ترې ډیر اغیزمن شي.

یو افغان وګړی محمد اتل وايي "زموږه ډېر وطن وال جنګي ګیمونه نه خوښوي ځکه چې زموږ خپل هېواد کې جنګ دی او جنګ پر دوی ډېر بد اغیز کړی نو ځکه دوی سپورتي ګیمونه ډېر خوښوي خو نوره نړۍ کې وینو چې جنګ یې نه دی لیدلی جنګ یوازې د دوی به خیالونو کې دی ځکه نو هغوی جنګي ګیمونه ډېر خوښوي".

خو ارواپوه عظیمي وايي چې له دغه اړخیز زیان سره سره که ماشوم د یوه مهال ویش له مخه ویډیو لوبې وکړي، نوښتګر او هستونکي یې روزي.

د انځور حقوق TWITCH

د ماشوم د روزنیزې برخې څیړونکي وايي چې کورنۍ باید د ماشومانو د ويډیو لوبو لپاره یو ځانګړی وخت وټاکي او داسې ویډیو لوبو ته یې وهڅوي چې روزنیز اړخ یې پیاوړی وي.

امان الله چې یو پلار دی وايي چې د خپلو ماشومانو د ویډیو ددرسونو او ویډیو لوبو لپاره یې مهال ویش جوړ کړی دی.

ښاغلي امان الله زیاتوي

"د ګیم وخت یې معلوم دی کله چې له مکتب نه راشي نو خپلې کورنۍ دندې تر سره کړي خپل درسونه ولولي بیا نو د شپې تر اتو یا نهو بجو ګیم کوي"

د ماشومانو ارواپوهان وايي - د شتمنیو پر ځای کارول، تمرکز، دقت، په بیړه فکر کول، قضاوت کول او نورې ګڼې ښیګنې شته چې ماشومان یې له ويډیو لوبو خپلولای شي.

نه ده څرګنده چې په افغانستان کې کوم شمیر ماشومان ویډیو لوبې کوي، خو کومو کورونو ته چې کمپیټرونو، ټابلیټونو او نورو اړوندو وسایلو لاره پرانستې ډیری ماشومان یې ویډیو لوبې کوي.