افغان اورپکي''سوريه کې له داعش سره اړيکي لري''

د انځور حقوق
Image caption د داعش په وېبپاڼه کې په يوه تازه خپره شوې اعلاميه کې هغه طالبان په مرګ ګواښل شوي چې له داعش ډلې سره له يو ځای کېدو ډډه کوي

په افغانستان کې يوه لوړپوړي امريکايي قومندان ويلي افغان جنګيالي چې د اسلامي دولت ډلې داعش پلويان دي په سوريه کې د دغې ډلې له مرکزي قومندې سره په اړيکه کې دي.

د امريکا د ځانګړو ځواکونو قومندان سين سېډويل چې افغان ځواکونو ته د روزنې دنده پر غاړه لري ويلي، ناراضه طالبانو يوه جلا ډله جوړه کړې چې ځان د داعش پلويان بولي.

ښاغلي سېډويل ویلي چې په افغانستان کې د داعش شتون هغومره جدي نه دی لکه په ليبيا او عراق کې چې دی.

په وروستيو اوونيو کې د افغانستان په ختيځ کې د دغې نوې ډلې او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

دواړو غاړو له یو بل سره د يووالي وړانديزونه رد کړي او نښتې د ننګرهار څو ولسواليو ته خپرې شوې دي.

د داعش ډلې د وېبپاڼې يوه برخه اوس ''داعش په خراسان کې'' چې د افغانستان پخوانی نوم دی، موادو خپرولو لپاره بېله شوې ده.

په دغه وېبپاڼه کې په يوه تازه خپره شوې اعلاميه کې هغه طالبان په مرګ ګواښل شوي چې له داعش ډلې سره له يو ځای کېدو ډډه کوي.

د انځور حقوق
Image caption افغان حکومت هم په افغانستان کې د داعش شتون تاييد کړی، خو وايي دومره پياوړي نه دي چې د افغانستان حکومت ته کوم جدي ګواښ پېښ کړي

په وینا پاڼه کې راغلي: ''ولې له اسلامي دولت سره جنګېږئ؟ غواړئ پخپل لاس ځان ته قبر وکنئ؟ غواړئ چې سرونه مو پرې شي او کورونه مو وران شي؟ فکر کوئ له هغو عراقي ملېشو پياوړي يی چې امريکا يې تر شا ولاړه ده؟''

داسې ښکاري چې دا وينا پاڼه د طالبانو هغه وړانديز ته د رد ځواب دی چې د دواړو ډلو ترمنځ يې د يووالي په اړه کړی دی.

د افغان طالبانو له لوري په يوه اعلاميه کې چې د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي ته يې استولی و ويل شوي و چې په افغانستان کې بايد ''دوه بيرغونه'' نه وي.

افغان حکومت هم په افغانستان کې د داعش شتون تاييد کړی، خو وايي دومره پياوړي نه دي چې د افغانستان حکومت ته کوم جدي ګواښ پېښ کړي.

ورته مطالب