پلازمېنه کابل کې ځانمرګي بريد ۱۷ کسان ټپيان کړي

د انځور حقوق AP
Image caption د چاودنې شاوخوا دريم مکروريان، ستره محکمه، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت او د بهرنيو ځواکونو یوه پوځي اډه شتون لري

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ویاند صديق صديقي وايي په کابل کې نننۍ پېښه د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې رامنځته شوې او هدف يې د بهرنيو ځواکونو ګاډي و.

چاودنه دريم مکروريان ته څېرمه قاضي پلازا سره شوې ده.

د ناټو غوڅ ماموريت د بهرنيو ځواکونو پر کاروان بريد تایيد کړی، خو ويلي يې دي چې چا ته په کې زيان نه دی رسېدلی.

طالبانو د بريد مسووليت منلی دی، ویلي يې دي چې په دغه بريد کې يې د بهرنیانو يو موټر ويجاړ کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وياند محمد اسماعيل کاووسي وایي په دغه بريد کې ۱۷ کسه ټپيان دولتي روغتونونو ته وروړل شوي دي.

دی وايي په ټپيانو کې يوه ښځه او څلور ماشومان هم شامل دي.

ښاغلي کاووسي په بريد کې د چا وژل کېدل نه رد او نه هم تاييد کړل، خو ويې ويل چې دولتي روغتونونو ته د چا جسد نه دی وروړل شوی.

د بهرنيانو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه راپور نه دی ورکړای شوی.

د چاودنې شاوخوا دريم مکروريان، ستره محکمه، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت او د بهرنيو ځواکونو یوه پوځي اډه شتون لري. تر دې ور اخوا په کابل کې د امريکا سفارت، د ناټو د قومندې مرکز واقع دي.

ورته مطالب