افغان ښځې د کور له کارونو تر سوداګرۍ

په افغانستان کې کاروباري ښځې په زیاتېدو دي، ډېری ښځو چې د ګټې وټې څوک نه لري، د سوالګرۍ پر ځای کوچنیو سوداګریو ته مخه کړې ده.

دوی د موبایل مصرفي کارتونه، تازه سابه، کورني لاسګنډلي توکي او نور د اړتیا وړ توکي خرڅوي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونه وايي د تېرو کلونو پرتله په اقتصاد او سوداګرۍ کې د ښځو ونډه د پاموړ زیاته شوې ده.

د کابل ښار له ګڼې او ګوڼې ډکه سیمه میوند جاده (سرچوک) کې هره ورځ په لسګونو مزدوران او لاس پلورونکي راټولېږي.

د لاس پلورونکو په ډله کې داسې ښځې هم شته چې د کورونو کارول شوي توکي اخلي او پلوري.

یوې زړې ښځې چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کوله، د صندلۍ کارول شوې بړستن پېرلې او اوس غواړي په یو څه ګټه یې وپلوري، خو دا چې په کابل کې هوا په ګرمېدو ده، ممکن څوک یې په زیاته ګټه ترې وانخلي.

هغې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هره ورځ له سهاره تر ماښامه پېروپلور کوي.

"نارینه مو هره ورځ له کوره کار پسې وځي، خو کار نه پیدا کېږي، څه وکړو؟ د ژوند د پرمخ بیولو لپاره مجبوره یم لیلامي خرڅ کړم."

' سبو خرڅلاو راته له سوالګرۍ ښه دی'

د کابل "پل خشتي" جومات ته څېرمه د سړک تر غاړې څو نورو زړو ښځو څادرونه غوړولي او له پټیو را وړي سابه پلوري.

د دوی له ډلې یوه یې ۵۵ کلنه زرغونه ده. هغه هر سهار وختي څو کیلو مټره له خپل کوره لرې، له پټیو سابو را وړي او په کابل ښار کې یې پلوري.

زرغونه وايي له کاره یې راضي ده، په ورځني ډول له سلو نیولې تر درې سوو افغانۍ ګټي.

"که لږ ګټم او که ډېرې خو د سبو خرڅول راته له سوالګرۍ ښه دي، خاوند مې کمزوری دی، له کار کولو لوېدلی، بچیان مې د ښوونځي قلم، کتابچې او کالیو لپاره پیسو ته اړتیا لري."

د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې په بازار کې هم د ګڼو نارینه لاس پلورونکو په منځ کې یو شمېر ښځې د سړکونو پرغاړه ناستې دي او تر ډېره پخپلو لاسونو ګنډلي کالي او سینګار توکي پلوري.

شاه بي بي په همدې ځای کې له خپلو دوو کوچنیو لوڼو سره له سهاره تر ماښامه د سینګار توکي پلوري او وايي چې له ګټلو پيسو یې د اولادونه د ښوونځی او کور اړتیاوې پوره کېږي.

"د کاروبار څوک نه لرم، د کور ټول ضرورتونه له خپلو ګتلو پیسو پوره کوم، په لومړیو کې راته په دې ځای کې کاروبار ستونزمن و، خو اوس ورځ تر بلې ور سره عادي کېږم."

که څه هم په افغانستان کې د ښځو سوداګري نوې نه ده، خو اوس ورځ تربلې پراخېږي.

د دوی کاروباور د سړکونو تر غاړې محدود نه دی، بلکې ډېرې ښځو په خپلو کورونو کې دوکانونه جوړ کړي او ډېرو خو یې حتی په سوداګریزو مارکیټونو کې هم ځانونه ته دوکانونه پرانستي دي.

وحیده د کابل ښار په ميرويس ميدان کې دوکان لري. دا وايي چې له دوو کلونو راهیسې یې دوکان پرانستی دی.

د وحیدې په خبره چې ښځې ترې په ډاډه زړه سودا کوي او ورځ تر بلې یې د پېرېدونکو شمېر ډېرېږي.

"له دوه کلونو راهیسې په میرویس میدان سیمه کې دوکانداري کوم، په لومړیو کې مې کاروبار چندان ګټیالی نه و، خو اوس ښه شوی دی."

وحیده زیاتوي چې په دوکان کې یې زوی او لور هم ور سره بوخت دي او ډېری وختونه یې چې دوکان ته کوم نارینه د سودا لپاره ورځي نو زوی یې ور سره سودا کوي.

په همدې وخت کې ښځې هم وايي چې په بازار کې د نارینه وو په پرتله په اسانۍ له ښځینه وو پلورونکو د اړتیا وړ توکي اخیستلای شي.

د کابل ښار اوسېدونکې برېښنا بي بي سي ته وویل چې د سودا اخیستلو پر مهال د نارینه پلورونکي په پرتله له يوې ښځینه پلورونکې سره ځان ارام احساسوي.

"کله چې بازار ته د سودا لپاره لاړه شم، د نارینه دوکاندار په پرتله له ښځینه دوکاندارې سره ځان ارام احساسوم، ځکه کله چې یو څه اخلم کولای شم له ښځینه پلورونکې وپوښتم چې څنګه را سره ښکاري، خو هېڅکله نارینه بلورونکي ته دا خبره نه شم کولای."

د ښځو رغنده ونډه

په افغانستان کې د ښځو ورځ تر بلې پراخېدونکې سوداګرۍ، د سوداګرۍ خونې مسوولین هم هیله من کړي دي.

د سوداګرۍ خونې د صنایعو د صادراتو د برخې مشر شاه زمان پوپل وايی، که ښځو ته د سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې شي، دوی هم کولای شي د نارینه وو په څېر د هېواد د اقتصاد په غوړېدو کې رغنده ونډه ولري.

"په افغانستان کې د سوداګرو په ځانګړي ډول د لاسي توکو د ګنډونکو ښځو شمېر په زیاتېدو دی. که ښځو ته فرصتونه برابر شي د نارینه وو په څېر یې د اقتصاد په وده کې ونډه اغېزناکه تمامېدی شي."

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته ښځو ته په ښوونځیو کې د ښوونکو، په روغتونونو کې د قابله وو او ډاکټرانو او همدارنګه په دولتي او خصوصي اداراتو کې د کار کولو موکې برابرې شوې دي.

که څه هم په افغانستان کې د سوداګرو ښځو شمېر زیات شوی، خو لا هم د نارینه وو په پرتله کمې او ان تر سلنې هم نه رسېږي.

د افغانستان په قوانینو کې ښځو او نارینه وو ته یو ډول کاري او تحصیلي فرصتونه ور کړل شوي، خو د ټولنې دودونه او انګېرنې په کورونو او بازارونو کې د ښځو د کاروبار په وړاندې خنډ دي.