د افغان دفاع وزارت ته نوماند ولسي جرګې ته ور وپېژندل شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption په پام کې وه، چې تېره اونۍ ښاغلی معصوم ستانکزی د کاندید وزیر په توګه ولسي جرګې ته وروپېژندل شي، چې د ملي شورا پر ودانۍ برید وشو

د افغانستان حکومت له نژدې یوه کاله وروسته توانېدلی، چې دویم ځل د ملي دفاع وزیر او د افغانستان بانک مشر د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژني.

د سترې محکمې دوه غړي هم نن (جولای لومړۍ) ولسي جرګې ته وروپېژندل شول.

په دواړو ورپېژندل شویو دغو کسانو کې یوه مېرمن هم شامله ده. له دې مخکې جنرال شیرمحمد کریمي د ملي دفاع وزیر په توګه ولسي جرګې ته ورپېژندل شوی و، چې و نه توایند د باور رایې تر لاسه کړي.

خلیل صدیق څو میاشتې مخکې هم د افغانستان بانک د مشترتابه لپاره کاندید و، خو د دوه ګوني تابعیت درلودلو له کبله یې ولسي جرګې نوم بهر کړ.

د نن غونډه کې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سروردانش معصوم ستانکزی د ملي دفاع وزات کاندید او سید یوسف حلیم او مېرمن انیسه رسولي د سترې محکمې د غړو په توګه ولسي جرګې ته وروپېژندل.

ښاغلي دانش د ولسي جرګې غونډې ته وینا کې وویل، چې تر اوسه ۲۶ نوي والیان ټاکل شوي دي او وايي د مهمو دولتي مرکزونو له مشرتابه نه یوازې لوی څارنوال جرګې ته لا هم نه دی ورپېژندل شوی.

معصوم ستانکزی

د انځور حقوق
Image caption د ملي دفاع کاندید وزیر محمد معصوم ستانکزی

۵۷ کلن محمد معصوم ستانکزی د لوګر ولایت دی. نوموړي د افغانستان له نظامي اکاډمۍ نه د مخابراتو برخه کې لیسانس او د برتانیا له کیمبرج پوهنتونه د ماسټري سند تر لاسه کړی دی.

نوموړي له ۱۳۶۲ نه تر ۱۳۶۵ پورې د افغان افسرانو د استاد په توګه دنده تر سره کړې او د افغان انتقالي حکومت پر مهال یې د مخابراتو وزیر په توګه چارې پر مخ بیولې.

نوموړي په افغانستان کې د وسلو سپارلو پروګرام له مخکښو مسوولینو یو و.

دا وروستیو کلونو کې نوموړي د سولې عالي شورا د دارلانشا رییس په توګه هم دنده ترسره کړه.

سید یوسف حلیم

د انځور حقوق MoJ
Image caption د افغانستان سترې محکمې د غړیتوب کاندید سید یوسف حلیم

۵۶ کلن سید یوسف حلیم په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی چې په ۱۳۵۹ کال کې یې له کابل پوهنتونه د سیاسي علومو او حقوقو برخه کې د لیسانس تر کچې زده کړې تر لاسه کړې او بیا یې د ایران د ازاد اسلامي پوهنتون د افغانستان له برخې د ماسټري سند تر لاسه کړی دی.

نوموړي د افغانستان عدلیې وزارت کې تر اتو کلونو پورې د تقنین برخې د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه له دې وروسته د عدلیې وزارت د اداري مرستیال په توګه چارې پرمخ بیولې او له ۱۳۹۰ نه تر اوسه یې د یاد وزرات د مسلکي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

انیسه رسولي

د انځور حقوق tolo
Image caption د سترې محکمې غړیتوب کاندیده مېرمن انیسه رسولي

مېرمن انیسه رسولي د افغانستان تاریخ کې لومړنۍ مېرمن ده، چې د دغه هېواد د سترې محکمې غړیتوب کوي. نوموړي ۴۸ کاله مخکې د کابل شمال پروان ولایت کې زېږېدلې ده.

مېرمن رسولي له کابل پوهنتونه ۱۳۶۶ کال کې د لیسانس تر کچې زده کړې تر لاسه کړې دي. دغه راز یې د جرم پېژندنې برخه کې د ایران له ازاد پوهنتونه د ماسټري سند تر لاسه کړی دی.

نوموړې د افغانستان عدلیې وزارت بېلو برخو کې دنده کړې او د عامه امنیت او ماشومانو د محکمې قاضۍ په حیث یې دنده ترسره کړې ده. مېرمن رسولي د افغان ښځینه قاضیانو د اتحادیې مشره هم وه.

خلیل‌الله صدیق

د انځور حقوق paj
Image caption د افغانستان بانک مشرتابه کاندبد خلیل الله صدیق

خلیل الله صدیق ۶۶ کلن دی. نوموړي له کابل پوهنتونه د لوړ اقتصاد برخه کې لیسانس اخیستی او له هغه وروسته یې د افغانستان بانک په بېلو څانګو کې دنده ترسره کړې.

د نوموړي له مهمو تجربو نه یوه هم د خصوصي افغان بین المللي بانک عامل مدیریت کول دي.