هرات کې د ښوونځي پر دوو نجونو تېزاب شيندل شوي

د انځور حقوق d
Image caption په تېر کې دا ډول پېښې په کندهار او کندوز ولایتونو کې شوي، خو ويل کېږی دا لومړی ځل دی چې په هرات کې دا وړ پېښه کېږي

د افغانستان په لويديځ هرات ولایت کې ناپېژاندو موټر سایکل سپرو د ښوونځي د دريو نجونو پر مخونو تېزاب شيندلي دي.

د هرات د پوهنې مشر عزیزالرحمن سروري بي بي سی ته وويل: ''متاسفانه هغه مهال چې زده کوونکې د ښوونځي پر لوري تللې د مهري لېسې پر واټ دوو موټر سايکل سپرو د نجونو پر مخونو تېزاب شيندلي دي''.

ښاغلي سروري وويل چې د يوې زده کوونکې وضعيت د اندېښنې وړ دی.

د افغانستان ولسي جرګې په خپله نننۍ غونډه کې دغه پېښه وغندله او د پلټنو غوښتنه يې وکړه.

په هرات کې د نور روغتون مسوولينو ويلي دغه نجونې د درملنې لپاره نور روغتون ته وروړل شوي دي.

په افغانستان کې تر دې وړاندې هم د ښوونځي پر زده کوونکو د تېزابو شيندلو پېښې ثبت شوي دي.

په تېر کې دا ډول پېښې په کندهار او کندوز ولایتونو کې شوي، خو ويل کېږی دا لومړی ځل دی چې په هرات کې دا وړ پېښه کېږي.

ورته مطالب