له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د بیا غور غوښتنه

د امریکا مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېټې مشر جان مک کین له ولسمشر اوباما غوښتي چې تر ۲۰۱۷ کال پورې له افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو پر وتلو له سره غور وکړي.

ښاغلي مک کین کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي دي.

ښاغلي مک کین د افغانستان د سفر په اوږدو کې خبرداری ورکړی، چې له دې هېواده د ټولو امریکايي ځواکونو وتل به په افغانستان کې د لاسته راوړنو پر وړاندې نه منل کېدونکي ستونزې راپورته کړي.

د مشرانو جرګې دغه لوړپوړي غړي ویلي، له ۲۰۱۷ کال وروسته له افغانستان نه د ولسمشر بارک اوباما له لوري د ځواکونو د ایستلو طرحه لا له وړاندې شوې، خو د دغه هېواد له اوسنیو شرایطو سره سر نه خوري.

بل خوا، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ښاغلي مک کین د شنبې په ورځ کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.

د سپینې ماڼۍ د پروګرام پربنسټ، د ۲۰۱۶ کال تر پایه به له افغانستان نه نژدې ۱۰ زره پاتې امریکايي ځواکونه ووځي او یوازې زر سرتېري به کابل کې د امریکا د سفارت ساتلو لپاره پاتې شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي اوباما د روان کال مارچ میاشت کې واشنګټن ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پرمهال ویلي وو، د مخکیني پلان خلاف به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر کم کړي

ښاغلي اوباما د روان کال مارچ میاشت کې واشنګټن ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پرمهال ویلي وو، د مخکیني پلان خلاف به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر کم کړي، خو د ۲۰۱۷ کال ترپایه له دې هېواده د بشپړو ځواکونو د وتلو طرحه هماغه پخوانۍ ده.

ورته مطالب