د وردګو والي: ځینې رسنۍ سیاسي ستونزو پیدا کېدو ته لمن وهي

حیات الله حیات د انځور حقوق
Image caption د وردګو والي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې د وردګو جلریز ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه ۲۲ سیمه ییز پولیس ووژل شول.

د افغانستان پلازمېنې څنګلوري میدان وردګو والي وايي، ځینې رسنۍ قومي، مذهبي او سیاسي ستونزو پیدا کېدو ته لمن وهي.

د میدان وردګو والي حیات الله حیات دا څرګندونې ځینو رسنیو ته په یوه غونډه کې کړې، چې په وینا یې رسنۍ د خلکو د ذهنیت په اړولو کې مهم رول لوبوي او د مدني ټولنې یوه پیاوړې او مهمه برخه ده.

که څه هم نوموړي هغو رسنیو ته څرګنده نغوته ونه کړه، چې په وینا یې قومي او سیاسي ستونزو ته لمن وهي، خو له اطلاعاتو او کلتور وزارت یې غوښتنه دا ده چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې د وردګو جلریز ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه ۲۲ سیمه ییز پولیس ووژل شول.

پلاوی

پر همدې مهال، افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو لوړپوړی دولتي پلاوی ګومارلی، چې جلریز ولسوالۍ ته ولاړ شي او د پېښې عوامل او انګیزه وڅېړي او راپور یې ژر ولسمشرۍ دفتر ته وسپاري.

بل خوا، په کابل کې د مدني ټولنو ځینو غړو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له افغان حکومته د جلریز پېښې د جدي پلټلو غوښتنه وکړه.

د دوی په وینا اوسنی افغان حکومت کمزوری او ناکامه دی او نه شي کولای د هېواد امنیت ټینګ کړي.

مدني فعالینو همدارنګه وویل په هېواد کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابیږي، خو د حکومت مشران په خپلو کې د قدرت پر وېشلو بوخت دي.

دوی د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره له مسؤلینو وغوښتل چې د جلریز په پېښه کي غفلت کوونکي محاکمه کړي، دغه راز د میدان ورګو ولایت چارواکو څخه دي هم پوښتنې وشي.

دغه جګړه د تېرې پنجشنبې پر ورځ د وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې شوې وه، ويل کېږي په لوی شمېر وسله والو طالبانو پر پوستو بريد کړی و.

څو ورځې وړاندې د ملي امنیت ادارې مشر رحمت الله نبیل د ولسي جرګې غړو ته وویل، شاید په راتلونکو میاشتو کې د هېواد امنیتي وضعیت لا ډېر خراب شي.

خو بیا وروسته د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي وکیلانو ته وویل، په څو اونیو کې به د طالبانو او د حکومت ضد مخالفو جنګیالیو لمن ورټوله کړي.

ورته مطالب