افغانستان کې د لرې لارې لوست سیستم

Image caption اوس مهال د څلورو ولایتونو ۶۲ ښوونځیو زده کوونکي د دغه سیستم له لارې زده کړې کوي.

یو نړیوال خیریه بنسټ د لرې لارې لوست سیستم پر مټ په افغانستان کې زرګونو زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره کړې.

آکسفام نومې یوه موسسه په پام کې لري چې د دغه سیستم له لارې د ښوونکو په ځانګړې توګه د مسلکي ښوونکو تشه په لرې پرتو سیمو کې ډکه کړي.

اوس مهال د څلورو ولایتونو ۶۲ ښوونځیو زده کوونکي د دغه سیستم له لارې زده کړې کوي.

نجما ځلا په بګرام کې یوه ښوونځي ته ورغلې او وايي دا نوی سیسټم توانېدلی چې د مسلکي ښوونکو تشه په دې ښوونځي کې ډکه کړي.

د بګرام په یوه ښوونځي کې یو زرو شپږ سوه نجونې زده کړې کوي. دا له هغو لسګونو ښوونځیو یو دی چې د لرې لارې لوست سیستم تر پوښښ لاندې دی.

په هر ټولګي کې یو لويه تلویزیوني پرده سره د سپوږمکۍ اخیستونکي لګول شوي دی. ښوونکي په کابل کې د یوه خصوصي تلویزیون له سټودیو نه لوست ورکوي. لکه یوه ژوندۍ تلویزیوني خپرونه چې وي.

کله چې زده کوونکي خپل ځانګړي ټولګي ته راځي، ټول سکرین ته ځیر وي. د لوست زنګ له کابله کړنګول کېږي او په ټولګي کې یوه مرستیاله ښوونکې د زده کوونکو او ښوونکي ترمنځ همغږي جوړوي.

Image caption په ۲۰۰۱ کال کې له یو میلیون نه هم کمې نجونې او هلکان ښوونځي ته تلل خو اوس دا شمېر لس میلیونو ته لوړ شوي دی چې نژدې نیمایي یې نجونې دي

د لوست په ورو ستیو لسو دقیقو کې زده کوونکي له خپل ښوونکي مخامخ پوښتنې کوي، داسې چې په هر ټولګي کې یو ګرځنده ټیلیفون شته چې دهغه په وسیله زده کوونکي په کابل کي له ښوونکي نه پوښتنې کوي.

په یو وخت کې نژدې شل زره زده کوونکو ته په کابل، کاپيسا، پروان او پنچشر ولایتونو کې د دغه سیستم له لارې لوست ورکول کېږي.

دا د لوست ورکولو یوه پرمختللې بڼه ده چې د لرې پرتو سیمو له ښوونیز بهیر سره یې ‌ډېره مرسته کړې:

نیلم د یوولسم ټولګي زده کوونکې:

''له هغه وخت راهیسې چې زموږ ښوونځي ته دا سیستم راغلی، زموږ پر درسونو یې مثبت اغېز کړی دی. زموږ درسي ساعتونه تش نه پاتې کېږي او موږ هېڅ داسې فکر نه کوو، چې ګني په ټولګي کې ښوونکی نشته ''.

د لرې لارې لوست سیستم لږ تر لږه په بګرام کې توانېدلی چې د مسلکي ښوونکو تشه ډکه کړي. مینا د یوې زده کوونکې مور په ښوونځي کې د لوست ورکولو له دې نوې بڼې خوشحاله ده:

''په ټولو مضامینو کې یې مثبت اغېز درلودلی، په ځانګړي ډول په ریاضي کې؛ ځکه چې د لوست لپاره تکړه ښوونکي نه لرو، چې له لرې لارې لوست ورکول کېږي ډېره ښه ده ''.

دا سیستم په ۲۰۱۰ کال کې د منځنیو ښوونځیو لپاره رامنځته شو. دوه کاله وروسته یې پایلې مثبتې وې نو د ښوونځیو مدیران یې اړ کړل چې د لیسې دوره هم د لرې لارې لوست دغه سیستم ته شامله کړي.

عبدالقهار صبور چې په پروان ولایت کې د دغې پروژې همغږي کوونکی دی، بي بي سي ته وویل چې په تېرو څلورو کلو کې د دغه سیستم پرمټ د ډېرو ښوونکو مسلکې وړتیاوې لوړې شوي او د زده کړو په څرنګوالي کې هم ښه والی راغلی:

''اصلي موخه دا وه چې د مسلکي ښوونکو ستونزه او یا په ښوونځي کې د معلم د نشتوالي ستونزه پورته او حل شي ''.

هغه ښوونکې چې د دغه سیستم له لارې لوست ورکوي ټولو تر ماسترۍ کچې زده کړې کړي او د ښې تجربې لرونکي دي.

Image caption دا د لوست ورکولو یوه پرمختللې بڼه ده چې د لرې پرتو سیمو له ښوونیز بهیر سره یې ‌ډېره مرسته کړې

ادیبه پوپلزۍ چې په عایشې دراني ښوونځې کې ښوونکې ده، هم د لرې لارې لوست ورکوي. د هغې له نظره له نیږدې لوست ورکول او د لرې لارې لوست ډیر ټوپير لري.

په ټولګي شل یا څلویښتو زده کوونکو ته لوست ورکوي خو د لرې لارې زرګونه زده کوونکي ورته ناست دي:

''دوی ته پخپله سترګه ګورم، د دوی ډېرې خبرې، ځینې نور صفات او ممیزات او ځینې رواني او صحي ستونزې ګورم، خو له بده مرغه د ټیلیکاسټ له لارې نه شم کولی چې د هغوی روحي او صحي حالت وګورم ''.

په تیرو څوارلسو کلونو کې پوهنې د پام وړ وده کړې. په ۲۰۰۱ کال کې له یو میلیون نه هم کمې نجونې او هلکان ښوونځي ته تلل. اوس دا شمېر لس میلیونو ته لوړ شوي دی چې نژدې نیمایي یې نجونې دي.

هغه لاسته راوړنه چې د افغانستان دولت او نړیوال ملاتړي یې په ویاړ یادوي، خو څه چې په دغه بهیر کې پرې دنیمګړتیا په توګه ګوته ایښودل کېږي د زده کړو څرنګوالی دی ولسمشرغني په څو واري ویلي چې د پوهنې کیفیت ټیټ دی او ورته به پاملرنه کوي.