د حکمتیار د ناڅرګندتیا د پړاو پای؟

د انځور حقوق AFP
Image caption د ښاغلي حکمتیار د سیاسي او پوځي فعالیتونو شالید نژدې څلوېښتو کلونو ته رسېږي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند په یوه تازه دریځ کې له خپلو جنګیالیو غوښتي چې په افغانستان کې د "اسلامي دولت" په نوم له ډلې سره یوځای شي.

د اسلامي ګوند جنګیالي له څه باندې یوې لسیزې د افغانستان د حکومت او مېشتو نړیوالو ځواکونو پروړاندې جنګېدلي.

د اسلامي ګوند په یوه تازه خبرپانه کې، چې پر خپلې (شهادت) وېبپاڼې یې خپره کړې ده، راغلي: "که چېرې د طالبانو او له "اسلامي دولت" ډلې سره د یوځای شوو طالبانو ترمنځ جګړه شي، باید د دغو جنګیالیو ملاتړ وشي".

خو په اعلامیه کې د تورو غوراوي ته ډېر پام شوي او له "اسلامي دولت" ډلې سره د اسلامي ګوند د "بیعت" په اړه څه نه دي راغلي.

په یاده ویناپاڼه کې ویل شوي، د اسلامي ګوند لپاره "طالبانو، د نظار شورا او کمونیستانو" د دښمنۍ سوګند خوړلی. له نظار شورا شاید هدف د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند وي، چې د دولت د ننه یې ګڼ غړي دي او له کمونیستانو یې موخه د شوروي تر ملاتړ لاندې نور حکومتونه وي، چې د حکومت په چوکاټ کې مدغم شوي دي. خو د افغانستان مرکزي دولت د اسلامي ګوند په دې انتقادي ویناپاڼه کې خوندي دی.

د ښاغلي حکمتیار د سیاسي او پوځي فعالیتونو شالید نژدې څلوېښتو کلونو ته رسېږي. اسلامي ګوند په وروستیو څوارلسو کلونو کې څه ناڅه تیت پرک شوی، خو لاهم د دولت پرضد پاتې شوی.

تېر کال اسلامي ګوند له خپلو پلویانو او غړو غوښتي وو چې د ولسمشرۍ په ټاکنو او د ۱۳۹۳ کال د ولایتي شوراګانو ټاکنو کې ګډون وکړي.

داسې یو ګوند چې ټاکنې نمایشي ګڼي او د افغانستان دولت یولاسپوڅي حکومت، دا یو بنسټیز بدلون و.

ګلبدین حکمتیار ویلي وو: "د رای اچونې کارتونه واخلئ او د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې ګډون وکړي. هغه نوماندان وټاکئ چې له اسلامي ګوند سره تړاو ولري او یا د ګوند په اړه مثبت نظر ولري او د ناوړه نوماندانو د بریالیتوب مخه ونیسئ"

د ښاغلي حکمتیار پخوانی مرستیال قطب الدین هلال هم د تېرو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ولاړ و، خو وروسته له خپلې نوماندۍ تېر شو.

له تېرو ولسمشریزو ټاکنو او د "ملي یووالي" په نوم د حکومت له رامنځته کېدو او کابل ته د ښاغلي حکمتیار د استازو له تګ راتګ او له دولت سره د دغې ډلې له جوړجاړي وروسته د اشرف غني په مشرۍ له حکومت سره د دغه ګوند اړیکي ډېر شول. په دې ورځو کې پاکستان کې د حکمتیار د زامنو فعالیتونه هم ډاګیز غوندې ښکاري.

د "نیوز ویک" ورځپاڼې خبریال سمیع یوسفزی چې افغانستان او پاکستان پخپل فعالیت کې تر پوښښ لاندې راولي، وايي د اسلامي ګوند دغه تازه دریځ له افغان دولت سره د دوی د یوځای کېدو پرځای د نهیلۍ یوه نښه ګڼل کېږي.

دی وايي: "اسلامي ګوند د اخوان المسلمین افغان څانګه ګڼل کېدای شي، چې په عربي نړۍ کې دغه ګوند له "اسلامي دولت" سره نژدې نه دی. د دوی دا تازه اعلامیه د فشار په معنا ده. د افغانستان دولت ته دا پیغام ورکوي که چېرې له ښاغلي حکمتیار سره هوکړه ونه کړي بله لار هم شته. د حکمتیار لپاره دا شرط چې له جګړې لاس واخلي او کابل ته راشي، اسانه دی. او د حکمتیار نوم له تور لېسته وایستل شي".

خو ښاغلی یوسفزی وايي، د افغانستان دولت د اسلامي ګوند راوستلو ته ډېر لېواله نه دی؛ ځکه چې هغوی ځان ته لوی ګواښ نه ګڼي.

د حکومت لپاره لوی ګواښ د طالبانو او حقاني شبکې فعالیتونه دي او اسلامي ګوند د ګواښ له اړخه په درېیم کتار کې حکومت ته سرخوږی جوړوي.

د افغانستان دولت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ګلبدین حکمتیار د افغانستان د سیاسي څېرو په منځ کې ځانګړی ځای لري، چې نوموړی د شوروي ځواکونو پروړاندې د افغان مجاهدینو د مشرانو په منځ کې په سختګیرۍ مشهور و.

د ډېرو لپاره حکمتیار د شورویانو ضد جهاد پرمهال یو اتل و چې له افغانستان نه د سرو پوځیانو له وتلو وروسته یې مهم رول لوبولی، خو د مجاهدینو له بریا او د خونړۍ کورنۍ جګړې د اور له بلېدو وروسته، نوموړی پخپله ددغې خونړۍ جګړې یو اړخ و، چې د ځینو هغه پر یوه جنګسالار واوښت.

د سیاسي ګوښه والي پای

د "هشت صبح" ورځپاڼې مدیر شاه حسین مرتضوي وايي: "حکمتیار په سیاسي او جهادي څېرو کې بې طالع لرونکی مشر و. نوموړي واک ته د رسېدو لپاره لومړی له شهنواز تڼي، طالبانو او اوس له "اسلامي دولت" سره خپل بخت ازمویلی. د هغه ټول سیاسي عمر په جګړو او سیاسي نارضایتۍ کې تېر شو. د هغه لومړۍ درجه ملګرو ورته شا کړې، آن زوم یې هم اوس کابل ته تګ راتګ کوي. زما په اند ښاغلی حکمتیار د "اسلامي دولت" ترڅنګ له درېدو غواړي خپل سیاسي ګوښه والی پای ته ورسوي او د ناڅرګندتیا له پړاوه بهر شي".

ښاغلي حکمتیار د طالبانو د اسلامي امارت په شپږ کلنه دوره کې ددغې ډلې له مشر ملا محمد عمر سره بیعت ونه کړ او نه یې هم د القاعدې شبکې د پخواني مشر او بنسټګر اسامه بن لادن یا اوسني مشر ایمن الظواهري شا ونیوه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ګلبدین حکمتیار د افغانستان د سیاسي څېرو په منځ کې ځانګړی ځای لري، چې نوموړی د شوروي ځواکونو پروړاندې د افغان مجاهدینو د مشرانو په منځ کې په سختګیرۍ مشهور و.

نو داسې اټکل به ستونزمن وي، چې هغه د تېرو کلونو د جګړې ټولې لاسته راوړنې د "اسلامي ګوند" په نوم کړي.

"اسلامي دولت"ډلې هم د اسلامي ګوند د تازه اعلان په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

سمیع یوسفزی وايي، که چېرې ګلبدین حکمتیار تر هغو پورې مخکې ولاړ شي شي چې د "اسلامي دولت" تر چتر لاندې راشي، دا به "د حکمتیار وروستۍ سیاسي ځانوژنه وي".

ورته مطالب