جنګ که سوله؟ له طالب خبرو سره ولې هيلې تړلې دي؟

د انځور حقوق Getty
Image caption داسې پېچلې او د ژورو ريښو جيوپوليټيکې مسئلې هم شته، چې افغان قضيه په ځانګړي ډول سختوي

د هغو کتنو لومړۍ جوپه چې پاکستان کې يې چارواکي د افغان طالبانو او کابل حکومت ترمنځ "لومړنۍ" خبرې بولي، له تېرو څو کلونو راهيسې د افغان سولې بهير کې يوه جوړجاړي ته د رسېدو تر ټولو نژدې پړاو ګڼل کېږي.

دا لومړی ځل دی چې طالبانو په کې له افغان چارواکو سره پر يوه مېز د ناستې خبره منلې ده. له دې مخکې دوی يوازې له امريکايانو سره پر خبرو ټينګار کاوه، چې په افغانستان کې "ريښتينی واک" ورسره دی.

دا لومړی ځل په دې هم دی چې طالبانو داسې خبرو کې ګډون ته غاړه ايښې چې اسلام اباد او کابل دواړو په ښکاره او رسمي توګه منلې دي.

د خبرو مخکينۍ هڅې يا ناکامې شوې، يا په رازونو پوښل شوې وې او يا هم ډېر کله طالبانو ردولې.

د جګړې او سولې کلۍ له چا سره ده؟

په ۲۰۱۲ کال کې د امريکا دا هڅه چې طالبان د قطر له لارې خبرو کې راښکېل کړي، هغه مهال ناکامه شوه، چې ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له لوري پر خپل دفتر له بيرغ پورته کولو سره مخالفت وکړ، يو داسې څه چې دوی يې په جلاوطنۍ کې د يوه حکومت په څېر ښکارول. پاکستان هم احساس کاوه چې په دوحه خبرو کې څنګ ته پرېښودل شوي دي.

Image caption د سولې يوه تړون ته د رسېدو شونوتيا په داسې وخت کې راځي چې د طالبانو پر وړاندې د افغان پوځ او پوليسو مبارزه لا سخته شوې ده

په تېرو څو مياشتو کې طالبانو د څو ادعاوو خبره رد کړې وه، چې د بېلابېلو کچو چارواکو يې دې په يو لړ غونډو کې له افغان چارواکو سره کتلي وي، چې په دوبۍ، چين او ناروې کې ترسره شوې وې. دوی ويل که داسې خبرې شوې هم وي، کسان يې د طالب مشرتابه له لوري له رسمي واک برخمن نه وو.

خو تر ډېره مهمه دا ده چې دا تازه خبرې په پاکستان کې ترسره شوې، چې له اوږدو راهيسې د يو داسې اړخ په توګه ورته کتل کېږي ګنې په افغانستان کې د جنګ او سولې کلۍ له همدوی سره ده.

او دا وقعيت چې امريکا، چين او ملګري ملتونه هم په دې خبرې کې وو، دې نظريې ته نور ځواک هم ورکوي چې په افغانستان کې د سولې يو ډول بهير ښايي په پای کې په پيلېدو وي.

خو له هيلو ډکو ټولو دغو لاملونو سره سره، داسې پېچلې او د ژورو ريښو جيوپوليټيکې مسئلې هم شته، چې افغان قضيه په ځانګړي ډول سختوي.

پر پاکستان باور کېدی شي؟

د انځور حقوق IPA
Image caption د پاکستان پوځ هم له ډېورېنډ کرښې سره اوږدو کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې درنه بيه پرې کړې

د پاکستان موخې يو عامل دی.

اسلام اباد له پخوا راهيسې ځان په يوه داسې وېره بوخت ساتلی، چې ختيځ ګاونډی، هند، يې د بې ثباتۍ غوښتونکی دی.

دا چې افغانستان يوازينی هېواد و، چې د هند له وېش وروسته يې په ملګريو ملتونو کې د پاکستان د غړيتوب مخالفت کړی و، پاکستان ورته د هند د "توطيو" يوه داسې طبيعي بهير په توګه ګوري چې تر پاکستان راچاپېر دی.

دا واقعيت چې پاکستان کې پر سياسي پرېکړو تر ډېره د پوځ اغېز غوړېدلی، د جګړې اقتصاد او د يو داسې امنيتي دولت جوړښت ته يې لار هواره کړې، چې د دولتي سياست پر ځای تر ډېره پر جګړه ييزو لوبو راڅرخي.

له اوږدو راهيسې پر پاکستاني پوځ دا تور دی چې پر افغانستان د ولکې او هم هلته د هندې اغېز مقابلې لپاره طالبان د خپلو ګوډاګيو جنګياليو په توګه کاروي.

په لنډمهالي ډول پاکستان په افغانستان کې د سولې د ملاتړ موخه لري، هغه هم د يوې داسې وسيلې په توګه چې له مخې يې خپل لړزاند اقتصاد ته د پرمختګ سېک ورکولو لپاره چينايۍ پانګه ورماته کړي. خو چارې لا تر اوسه د پوځ په ولکه کې دي، او د پوځ سوچ به يې لا بيا هم پر سيمه ييزو تګلارو خپور وي.

افغان مشران به لوبه وکړی شي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption په داسې حال کې چې د ناټو ځواکونو شتون په چټکۍ کم شوی، افغان پوځ هم درنه مرګژوبله ګاللې

افغانستان هم د دوو سرونو حکومت لري.

په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني له پاکستان سره د توپ لوبولو لېوالتيا ښوولې، نور يې لا قانع نه دي، او په څه د پاسه ۱۳ کلونو کې د افغانستان لروبر د طالبانو ناعادي لاسته راوړنو له امله د دوی نظريې لا ځواکمنې شوې دي.

ډېر باور کوي چې د طالبانو د سر مشران د پټنځای او خونديتوب لپاره پر پاکستان بشپړه تکيه کوي، او د پاکستان له پوهېدو يا سلا پرته يې په افغانستان کې د داسې پراخو بريدونو امرونه نه شوی ورکولی.

دا کورنی لانجمن حالت د افغان پوځ او پوليس ځواک په ګټه نه دی، چې د طالب اورپکۍ پر وړاندې له ناټو وروسته خپل لومړي جګړه ييز موسم کې له وړاندې له ستونزو سره مخامخ دي.

څومره چې افغان ځواکونه کمزوري وي، هغومره به د طالبانو غوښتنې لوړې وي، او د سولې کوم شوني تړون پر وړاندې به ورسره په کابل کې هم د پاکستان ضد مشرتابه دريځ کلکېږي.

طالبان له اسلامي دولت نومې ډله ډارېږي؟

د سولې خبرو ملاتړ په اړه د پاکستان جديت به پر داسې کچه اندازه کېږي، چې دوی يې له مخې ولسمشر اشرف غني ته ګوري چې څومره به پاکستان پلوی دريځ وساتلی شي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د جنګياليو په ورجلبولو او هم د سيمو په ولکه کولو کې د اسلامي دولت نومې ډلې برياليتوب ښايي د خبرو مېز ته په ورتلو کې د طالبانو د حساب کتاب بڼه جوړه کړي

که پاکستان احساس وکړ چې پر حالت د ولسمشر اشرف غني قبضه نرمېږي، اړ به وي چې د خبرو له مخې د جوړجاړي رسېدو ته زور ورکړي. دوی نه غواړي د يو شرير په سترګه ورته وکتل شي، داسې څه چې ګوښی والی يې زياتوي.

پاکستان به دې ته هم لېواله وي چې لږترلږه د اوسمهال لپاره په افغانستان کې پاکستان ضد عناصر کمزوري کړي، چې له مخې يې پاکستان کې د موخو پر وړاندې د پاکستاني طالبانو کارولو هڅه هم ورسره کمزورې کړي چې ويل کېږي په افغان اړخ کې پټنځايونه لري.

د طالبانو لپاره به هم د ښاغلي غني نرمښت په دې اړه پرېکړه کې يو مهم عامل وي، چې د جدي راکړې ورکړې وخت کله راځي.

او دا به هم، چې اسلامي دولت نومې ډله به د افغان جنګياليو په ورجلبولو او د سيمو په ولکه کولو کې څومره بريالۍ وي، د طالبانو د حساب کتاب بڼه جوړوي.

که اسلامي دولت ډله وده کوي، طالبان به په دې اړه د زياتېدونکي فشار احساس وکړي، چې د امنيتی لاملونو له مخې يوه جوړجاړي ته رسېدا ګړندۍ کړي، او د يوې سيالې اورپکې ډلې خپرېدا ورسره کنټرول کړي.

له خورا ډېرو بېلابېلو سيناريوګانو سره د يوې داسې شونتيا وړاندوينه سخته ده چې دا خبرې به يوې داسې روغې ته ورسېدی شي، چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي.