افغانستان: طالبانو سره لومړنۍ خبرې بریالۍ وې

Image caption ښاغلی خلیل کرزی وايي، دواړو لوریو د خبرو او خپلو خپلو غوښتنو لپاره یو نوملړ چمتو کړی، چې د بیا خبرو پر وخت به پرې بحث وشي

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې لومړنۍ خبرې بریالۍ وبللې.

د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی پلاوی وايي، د اساسي قانون د لومړي او دویم فصل پرته په قانون کې د بدلون خبرې څېړل کېدای شي.

پلاوي هېواد ته تر راستنیدو وروسته رسنیو سره په خبرو کې وویل، د سولې په مخامخ خبرو کې د طالبانو واک لرونکي غړي او د حقاني شبکې استازي هم وو.

د اختر په ورځو کې د جګړې درول هم په دغو خبرو کې یاده شوې خو د بشپړ اوربند په اړه لا هوکړه نه ده شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، په دغه ناسته کې هوکړه وشوه، چې دغه ناسته په یوه پروسه بدله کړي.

ښاغلی خلیل کرزی وايي، دواړو لوریو د خبرو او خپلو خپلو غوښتنو لپاره یو نوملړ چمتو کړی، چې د بیا خبرو پر وخت به پرې بحث وشي.

د خبرو یوه ګډونوال فیض الله ذکي وايي، ممکن بیا ناسته په چین کې وشي.

ښاغلی ذکي وايي، طالبانو تل په دې ټینګار کاوه ،چې د افغان حکومت سره خبرې نه کوي، خو دا ځل د حکومت د رسمي پلاوي سره مخامخ کېناستل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سیمه ییزو هېوادونو له ځینو مشرانو سره د ښاغلي غني ځینې لیدنې کېدای شي په سیمه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې د نفوذ او په سیمه کې د امنیت په اړه وي

ښاغلي حکمت خلیل کرزی د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې دې ته هم اشاره وکړه چې ټاکل شوې، ښاغلی غني به د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا، په سیمه کې د سولې او امنیت او د نویو سیمه ییزو او اقتصادي هڅو مهارولو په اړه د شانګهای سازمان له ځینو غړو سره خبرې وکړي.

د سیمه ییزو هېوادونو له ځینو مشرانو سره د ښاغلي غني ځینې لیدنې کېدای شي په سیمه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې د نفوذ او په سیمه کې د امنیت په اړه وي.

ورته مطالب