''افغانستان د نورو پرضد د سیالۍ ځای نه دی''

د انځور حقوق

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روسیې اوفای ښار کې د 'برېکس' غړو هېوادونو مشرانو په غونډه کې وویل، په افغانستان کې روانه جګړه په سیمه کې د امنیت او د حکومت والۍ سیستم ته ګواښ دی.

له ارګه د جمعې په ورځ (چنګاښ ۱۸) په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې چې د روسیې، چین، هند، برازیل او سوېلي افریقا ولسمشرانو ګډون درلود، د ولسمشر غني وینا تر ډېره په افغانستان او له هېواده بهر پر ترهګریزو فعالیتونو او ګواښونو ورټوله وه.

سرچینه وايي، ولسمشر غني ګډونوالو ته وویل، ترهګریز فعالیتونه پوله نه لري، چې په وینا یې اوس ترهګریز ګواښونه د چین، روسیې او د سیمې ټولو هېوادونو ته یو لوی سرخوږی جوړوي.

ولسمشر غني د 'اسلامي دولت' په څېر د ځینو سخت دریځو ډلو د جوړښت، مالي سرچینو او دا ډول ډلو ته د ځوانانو د ورماتېدو او د دغو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو پر موضوعاتو وغږېد.

هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې د ګډو ګواښونو د مخنیوي لپاره د افغانستان لاسنیوی وکړي.

نوموړی وویل، د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره باید هېوادونه ودانیزې پروژې ډېرې کړي او د سوداګریزې او اقتصادي راکړې ورکړې همکارۍ زیاتې کړي.

ولسمشر غني د وینا په پای کې دا هم ویلي، افغانستان به د سیمه ییزې همکارۍ مرکز وي، نه د سیالۍ او یا د نورو هېوادونو پروړاندې د ناوړه ګټې اخیستو ځای.

په 'برېکس' ټولنه کې پنځه هېوادونه (برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا) غړیتوب لري، چې ددغو هېوادونو په قلمرو کې د نړۍ ۴۳ سلنه نفوس او په نړیواله کچه د ناخالصو تولیداتو ۳۰ سلنه ددوی په لاس کې ده.

دا د افغانستان د ولسمشر په توګه روسیې ته د ولسمشر غني لومړی سفر دی.

ورته مطالب