غلام الله، د کونړ سیند کې د ډوبو کسانو مړي رایستونکی

غلام
Image caption غلام چې اوس يي عمر په پخېدو دی غواړي جوړه زامن يې د ده لاره ونیسي، چې د سیند وړو خلکو د لاسنیوي ځای ورک نه شي.

د افغانستان په ختیځ کې تر ټول لوی سیند کونړ، که يې ډېرو ته ګټه رسولی بې تاوانه هم نه دی. داسې چې هرکال د اوبو په ډېرېدو د ځینو کورونه نړوي او ځینې په کې د سر زیان هم ګوري، خو لاهم داسې یوه اداره نه شته چې که څوک د دغه سیند په څپو کې ډوب شي پسې لټه دې وکړي .

د کونړ یو اوسېدونکی له تېرو ډېرو کلونو راهیسې په دې بوخت دی چې له سینده مړي راوباسي. دغه کس بي بي سي پښتو ته ویلي دا يې روزګار ګرځېدلی کله چې له سینده مړي راوباسي د هغوی کورنۍ ورسره نغدي مرسته کوي.

د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي څو شیبې د کونړ سیند په څنډو کې له هغه سره ګرځېدلی او دا رپوټ یې پرې چمتو کړی.

د اسد باد اوسیدونکی غلام چې عمر يې له پنځوسو کلونو اوښتی، د سیند په څپور سپور ګرځي، دی په کړنګ ژمي کې هم له دې اوبو سره سر وکار لري، هغوی چې د کورنۍ غړي يې د کونړ سیند ته غورځي نو مخ يې ده ته اوړي، چې ورسره د مړي په لټون کې مرسته وکړي.

دده ښه والی دا دی چې له زورورو څپور سره ډغرې وهلی شي لامبوزن دی او که کوم ځای اوبه ژورې وي نو د اوږدې ساه څښتن دی کولی شي د سیند تل کې بې له دې چې د اکسیجن کومه وسیله دې ولري ځان ساتي، د موټر له ټوپانو پرسیند د ګرځېدو لپاره کار اخلي، غلام وايي د عمر ډېره برخه يې د مړو په رایستلو تېره شوې:

''د خدای په فضل ۵۵۷ مړي ما په سیند کې پیدا کړی داسې یو دفتر نشته چې موږ ته امکانات برابر کړي موږ له نړیوالو غواړو چې موږ سره دې مرسته وکړي''.

د کونړ د سیند پر غاړه ودانې کورنۍ هېڅ ضمانت نه لري چې ګواکې د کال په اوږدو کې يې څوک پر سیند لاهو نه شي، خو بې له اوبو ژوند هم ګران دی، له اوبو لرګي رانیول، جامې مینځل او ډېر خو د څښاک اوبه هم له دغه سینده را اخلي، اسد باد ته مخامخ د مرورې په حصارې کلي کې د شهیدالله د کورنۍ څو غړي پرله پسې سیند وژلي دي:

''زموږ د کورنۍ څلور کسه سیند یوړل هېچا راسره د جسدونو په رایستلو کې مرسته ونه کړه څو ورځې پسې ګرځېدو په ډېر تکلیف مو پیدا کړل''.

ښايي له ډېرو سره دا پوښتنه وي چې خلک له حکومته څه ډول مرسته غواړي، د ډېرو هیله دا ده، لږ تر لږه پر سیند د لاهو شوو کسانو د مړو موندلو په لټون کې دې، حکومت ورسره لاس واړوي.

تر اوسه داسې کومه اداره نه شته چې د دغه ډول پېښو پر وخت تیاره وي، د غلام په څېر کسانو ته دغه چاره ورپاتې ده.

غلام چې اوس يي عمر په پخېدو دی غواړي جوړه زامن يې د ده لاره ونیسي، چې د سیند وړو خلکو د لاسنیوي ځای ورک نه شي.