'ننګرهار کې د 'اسلامي دولت' او طالبانو تر ۳۰۰ ډېر غړي وژل شوي'

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې امنیتي چارواکي وايي په دې ولایت کې د ''اسلامي دولت'' له پيدا کېدو راهیسې د دغې ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښتو کې د دواړو ډلو له دوو سوو ډېر کسان وژل شوي دي.

''اسلامي دولت'' له تیرو څو میاشتو راهیسې د ننګرهار په ګډون د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې فعالیتونه پیل کړي دي.

د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد وايي دغه ولایت ته د ''اسلامي دولت'' ډلې وسله وال له د ډيورنډ کرښې له هاغې غاړې ور اوړي.

حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې کاږي، د افغانستان د نورو سیمو په پرتله په ننګرهار کې د خلکو په باور د ''اسلامي دولت'' د وسله والو فعالیتونه ډیر محسوسېږي.

ښاغلی شیرزاد وايي لامل یې دا دی چې دغه ولایت له ډيورنډ کرښې سره اوږده پوله لري او وسله له همدغې پولې نه په ګټه اخیستنې په اسانۍ له دې کرښې را اوړي.

نوموړی وايي ''اسلامي دولت'' په ''غالب ګومان'' د ډيورنډ کرښې هاخوا د طالبانو له پټنځایونو کار اخلي.

دی باوري دی چې د دغې ډلې ډېر وسله وال هغه کسان دي چې پخوا د طالبانو غړي وو خو اوس یې د بیرغ په بدلولو ځان ته د ''اسلامي دولت'' نوم ورکړی دی.

د نورو سیمو په پرتله په دغه ولایت کې د ''اسلامي دولت'' وسله والو ته ډېره مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان څارګرې ادارې د ''اسلامي دولت'' ډلې د ځپلو لپاره اوس ځانګړی ځواک جوړ کړی، چې په هر ځای کې د دغې ډلې پرضد عملیات وکړي.

د ننګرهار د امنیه قوماندان په وینا، يوازې په تېره اونۍ کې د ''اسلامي دولت'' شاوخوا ۱۰۰ وسله وال او طالبان د بهرنیو ځواکونو په بریدونه کې وژل شوي دي.

د افغانستان ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې دا هم ویلي و چې په دغه ولایت کې د ''اسلامي دولت''‎ ډلې یو جګپوړی مشر شاهد الله شاهد د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د پولیس مشر زیاتوي چې د دغې ډلې او طالبانو پرضد د پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ګډ پوځي عملیات هم په نژدې راتلونکې کې پیلوي.

د افغانستان څارګرې ادارې د ''اسلامي دولت'' ډلې د ځپلو لپاره اوس ځانګړی ځواک جوړ کړی، چې په هر ځای کې د دغې ډلې پرضد عملیات وکړي.

د انځور حقوق
Image caption شاهد الله شاهد یو مستعار نوم و، چې اصلي نوم یې شیخ مقبول اورکزی دی.

ورته مطالب