ملي امنیت : د ' اسلامي دولت ' ډلې یو مشر حافظ سعید وژل شوی

د انځور حقوق Getty
Image caption دا وروستیو کې له ننګرهاره په ورکړل شویو رپوټونو کې د اسلامي دولت ډلې او وسله والو طالبانو تر منځ د خونړیو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي

د افغانستان ملي امنیت ادارې ویلي، چې د اسلامي دولت نومي ډلې لوړ پوړی مشر د افغانستان په ختیځ کې د هوايي بمباري پایله کې وژل شوی دی.

د ملي امنیت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي، چې حافظ سعید د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ په ( تخت ) نومي سیمه کې له خپلو نورو ۲۹ وسله والو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان ملي امنیت ادارې په یاده سیمه کې د اسلامي دولت نومي ډلې د غونډې په اړه تر لاسه شوي معلومات له اییتلافي ځواکونو سره شریک کړل او نړیوالو ځواکونو پر حافظ سعید او ملګرو یې بمباري وکړه.

بل خوا د طالبانو يوه وياند دا خبر رد کړی او وايي حافظ سعيد خان ژوندی دی. خو دا یې منلې چې په برید کې شاهدالله شاهد وژل شوی.

له دې دوې ورځې مخکې افغان چارواکو په ننګرهار کې د یادې ډلې یوه بل لوړ پوړي غړي، شاهدالله شاهد د وژل کېدو خبر هم ورکړ.

دا وروستیو کې له ننګرهاره د اسلامي دولت ډلې او وسله والو طالبانو تر منځ د خونړیو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

اسلامي دولت ډلې افغانستان او پاکستان ته د 'خراسان ولایت' نوم ورکړی او د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته یې فعالیتونه لیدل کېږي.