ولې د افغانستان د نفوسو سرشمېرنه نه کېږي؟

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د احصایيې اداره د سرشمېرنې لپاره اوسمهال هېڅ پروګرام نه لري

نن (چنګاښ ۲۰/ جولای ۱۱) د نفوسو نړیواله ورځ ده. افغانستان د هغو لږو هېوادونو له ډلې یو دی چې لا یې هم د نفوسو کره شمېره معلومه نه ده.

پالیسۍ او پلانونه د اټکلیزو شمېرو له مخې جوړېږي. د افغانستان د احصاییې اداره په ۱۳۹۴ کال کې د هېواد نفوس ۲۸،۶ میلیونه اټکلوي چې تر نیمایي ډېر یې نارینه دي.

ناامني یوازینی لامل دی چې د افغانستان حکومت یې د سرشمېرنې پروړاندې خنډ بولي.

د افغانستان د احصایيې اداره د سرشمېرنې لپاره اوسمهال هېڅ پروګرام نه لري.

د دې لپاره چې په ملي کچه د شمېرو تشه ډکه شي، دغې ادارې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په همکارۍ په افغانستان کې اقتصادي-ټولنیزه او دیموګرافیکي سروې پیل کړې چې د شمېرو ټولولو بدیله لاره ده.

له کابله زموږ همکار نصرت صمیمي په خپل راپور کې لیکي، چې د نفوسو کره شمېره د پلانونو جوړولو او د بېلابېلو پروژو په پلې کولو کې حیاتي ارزښت لري.

نور هېوادونه په هرو پنځو یا لسو کلونو کې یو ځل سرشمېرنه کوي، خو له درې نیمو لسیزه ډېره موده وشوه چې افغانستان کې سرشمېرنه نه ده شوې. دولتي ادارې او نادولتي مرستندونه بنسټونه د خپلو پروګرامونو د جوړولو او تنظیم لپاره د نفوس له اټکلیزو شمېرو کار اخلي.

د افغانستان د احصایيې ادارې رییس شېرمحمد جامي زاده وایي، د نفوسو او نورې اټکلیزې شمېرې چې دوی یې وړاندې کوي باوري دي او په نړۍ کې د معمولو علمي تګلارو له لارې ترلاسه کېږي.

هغه وویل، دوی د اټکلیزو او واقعي شمېرو ترمنځ د توپیر موندلو لپاره په ازمایښتي ډول په کابل کې کور په کور سروې وکړه چې پایلې یې ډېرې سره نږدې وې.

"د مثال په ډول موږ په ۱‍۳۹۲ کال کې کابل کې نفوس ۴،۲ میلیون وګړي اټکل کړي وو، خو کومه سروې چې په همدې کال کور په کور وشوه، پایله یې ۴،۱ میلیون راووته. نو د ۴،۲ او ۴،۱ ترمنځ توپیر ډېر کم دی.

له همدې امله کوم اټکل چې کېږي واقعیت ته نږدې دی. خو دا چې موږ ولې ونشوای کولی په افغانستان کې کور په کور سروې وکړو، یوازینی لامل یې د مناسبو شرایطو نشتوالی دی."

د افغانستان د احصایيې ادارې د ملګري ملتونو د وګړو صندوق په همکارۍ په افغانستان کې اقتصادي-ټولنیزه او دیموګرافیکي سروې په ۲۰۱۱ کال کې پیل کړې.

دا سروې د کلیو په کچه ترسره کېږي چې د نفوسو ترکیب، پوهنې، استخدام او هستوګنیزو مشخصاتو په اړه معلومات راټولوي چې په بېلابیلو برخو کې د خلکو د اړتیاوو ټاکلو کې بنسټیز رول لري.

دا اووه کلن پروګرام دی خو د څلورو کلونو په تېرېدو یې یواځې د اوو ولایتونو سروې بشپړه شوې ده. کابل کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشره انیتې ساچس رابرټسن وایي، ګرانه ده چې په پاتې درېيو کلونو کې د ۲۴ ولایتونو سروې بشپړه شي.

د انځور حقوق
Image caption که اړتیا وي موږ چمتو یو چې د افغانستان د احصاییې له ادارې سره همکاري ډېره کړو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشره انیتې ساچس رابرټسن

مېرمن رابرټسن بي بي سي ته وویل، که اړتیا وي دوی چمتو دي چې د افغانستان د احصاییې له ادارې سره همکاري ډېره کړي. هغې د دغې سروې له لارې ترلاسه کېدونکې شمېرې باوري وبللې.

"د معلوماتو راټولولو پروسه په نړیوالو معیارونو ولاړه ده. کوم کارکوونکي چې موږ ګومارلي د اقتصادی-ټولنیزو او دیموګرافیکي سروې او په ځانګړې توګه د سرشمېرنې په برخه کې په نورو هېوادونو کې د کار تجربه لري.

دوی په نړیوال معیار د سروې په ترسره کولو کې د افغانستان د احصایيې له ادارې سره مرسته کوي. لکه د کار د میتودولوژۍ، د پوښتنو څرنګوالي، د فورمونو ډکولو او د ځوابونو د تحلیل په برخه کې".

که څه هم د افغانستان د احصاییې ادارې په ۱۳۸۷ کال کې سرشمېرنې ته چمتووالی وښود، خو د جامي زاده په وینا په ځېنو ولایتونو کې د ناامنۍ له امله چې سرشمېرنه پکې ګرانه وه، حکومت ترې شاته شو.

د احصایيې ادارې رییس وایي ترڅو چې ناامني وي، سرشمېرنه هم کېدونکې نه ده.

په افغانستان کې په وروستي ځل په ۱۳۵۸ کال کې سرشمېرنه وشوه چې د افغانستان دولت یې پایلې بشپړې نه بولي. په دې سرشمېرنه کې د هېواد یواځې ۶۰ سلنه نفوس وشمېرل شول، پاتې برخه یې اټکلي شوه او د افغانستان وګړی د ۱۳ او ۱۴ میلیونو ترمنځ اعلان شو.

د افغانستان د احصایيې اداره په پام کې لري چې د افغانستان د خلکو د ژوند وضعیت په نوم یوه سروې ترسره کړي. په دې سروې کې به د عمر له مخې د وګړو تشخیص، د روغتیایي او تعلیمي خدمتونو او ودانیو د وضعیت معلومول او نور معلومات شامل وي چې د پالیسي جوړونې لپاره اړین دي.

د افغانستان د احصاییې اداره وایي چې له پوځي برخې پرته په نورو ټولو برخو کې شمېرې لري او هرڅوک کولی شي ترې ګټه واخلي.

که څه هم وړاندې بېلابېلو بنسټونو بیلابیلې شمېرې وړاندې کولې، خو اوس د دغې ادارې چارواکي وایي چې په دې وروستیو کې یې د دا ډول خپلسرۍ مخه نیولې ده.