د افغانستان شمال کې د ملي جنبش یو قومندان وژل شوی

شیر عرب
Image caption شیر عرب د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش ګوند لوپوړی قومندان و

د افغانستان په شمال کې د شیر محمد په نوم یو پخوانی قومندان، چې په شیر عرب مشهور و، د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د بلخ د پولیسو مشر عبدالرزاق قادري بي بي سي ته وویل، شیر محمد د تېرې شنبې په ماځیګر د مراز شریف ښار په اتمه ناحیه کې وژل شوی، خو دوه ملګري یې ټپیان شوي دي.

د بلخ امنیه قومنداني وايي، د دغې وژنې په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.

شیر عرب د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش ګوند لوپوړی قومندان و، چې په ۱۳۷۱ کال د مجاهدینو له بریا وروسته یې په بلخ ولایت کې د ۱۸ کنډکونو مشري کوله.

نوموړی په ۱۳۷۷ کال د طالبانو لاس ته د شمال تر لوېدو وروسته له افغانستان بهر پناه واخیسته.

ښاغلی قادريوايي، شیر عرب ۵۷ کلن و، چې په وروستیو کې یې له سیاسي او پوځي فعالیتونو لاس اخیستی و.

ویل کېږي قومندان شیر په وروستیو کې د عربانو شورا جوړه کړ وه چې همده یې مشري کوله.

شیر عرب د شمالي جوزجان ولات د فیض آباد ولسوالۍ و.

وړاندې، د نادر په نوم د ملي اسلامي جنبش یو بل قومندان په فاریاب ولایت کې د چاودنې له کبله وژل شوی و.