زابل او کندوز کې ۲۳ کسان وژل شوي

د انځور حقوق d

د زابل امنیتي چارواکي وایي، ددغه ولایت په ده چوپان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ څو ساعته نښته کې د شپږو ځانمرګو برید کوونکو په ګډون ۱۶ وسله وال وژل شوي دي.

ددغه ولایت د پولیسو ویاند فواد احمد عسکري وایي، دغه نښته کې دوه پولیس او دوه افغان پوځیان هم وژل شوي.

ښاغلي عسکری وایې، په ۱۶ وژل شوو وسله والو کې ۶ ځانمرګي برید کوونکي هم شامل و، چې دده په خبره غوښتل یې د ده چوپان ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ ډله ییز برید وکړي. نوموړی زیاتوي، امنیتي ځواکونو د استخباراتي مالوماتو له مخې پر دغه ډله مخکې له دې چې خپل پلان عملي کړي، عملیات کړي او ټول یې له منځه وړي دي.

په دغه عملیاتو کي د پولیسو تر څنګ افغان پوځ هم برخه درلوده.

ځایي اوسیدونکي وایي، د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ د تېرې ورځې راهیسې نښتې روانې وې، چې په وینا یې دواړه لوری یو پر بل د درنو وسلو څخه کار اخیستی.

وسله والو طالبان بیا ادعا کوي، چې د دې نښتې پر مهال یې تر لسو ډېر امنیتي ځواکونه وژلي او د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپې کېدو خبره کوي.

کندوز

د افغانستان په شمالي کندوزو ښار کې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.

د کندوز د والي ویاند عبدالودود واحدي بي بي سي ته وویل، چاودنه د کندوز ښار لومړۍ ناحیې د سړک پر غاړه شوې ده.

د انځور حقوق f

نوموړی وايي، د چاودنې هدف له سیمې د پولیسو یو تېرېدونکی موټر و.

واحدي زیاتوي، په چاودنه کې درې ولسي وګړي وژل شوي او درې پولیس ټپیان دي.

خو د کندوز د روغتیا مشر سعد مختار وايي، د پېښې له ځایه دوی ته درې مړي او لس مړي وروړل شوي دي.

نوموړی وايي، په ټپیانو کې پنځه پولیس او پنځه ولسي وګړي دي.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې ددغې چاودنې پړه نه ده منلې.

کندوز د افغانستان په شمال کې له ناامنه ولایتونو دی، چې د روان چنګاښ په لومړیو کې ددغه ولایت چهاردره ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې وه، خو افغان ځواکونو بېرته ونیوه.

تر هغه یوه ورځ وړاندې، د کندوز دشت ارچي ولسوالي هم طالبانو نیولې وه.

د تېرې مې میاشتې له لومړیو راهیسې په کندوز ناامنۍ او جګړې ډېرې شوې، چې ددغه ولایت د سقوط وېره هم ورسره ډېره شوه.

د انځور حقوق
Image caption کندوز د افغانستان په شمال کې له ناامنه ولایتونو دی، چې د روان چنګاښ په لومړیو کې ددغه ولایت چهاردره ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې وه، خو افغان ځواکونو بېرته ونیوه.

ورته مطالب