غني: سخت دریځۍ ته د حکومتونو غبرګون پڅ دی

محمد اشرف غني د انځور حقوق EPA
Image caption ولسمشر غني وویل، هڅه یې دا ده چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې په ځانګړې توګه د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د ''اسلامي دولت'' په څېر ډلو پر وړاندې د حکومتونو غبرګون پڅ دی.

نوموړي دا څرګندونې د شنګهای د همکارۍ سازمان ګونډه کې له ګډون وروسته په ارګ کې خبرې غونډې ته وکړې.

دی وايي، د دغه ډول ګواښونو پر وړاندې یې د ګډو اقداماتو کولو طرح د غونډې ګډونوالو وستایله او وايي ګډونوالو ته یې د ځمکنیو حقایقو څرګند انځور وړاندې کړ:

''که خلک افغانستان ته د بې ثباتۍ او د نه مدریت او بې اتفافۍ پرځای وګوري، نو معالومدره ده چې نور حسابونه کوي، او که یې انځور بدل شي، چې دا یو اراده لرونکی او ظرفیت لرونکی هېواد دی، نو دا بل رقم ده''.

ولسمشر غني زیاته کړه د ( بریک ) غونډه کې مو د همکاري او حکومتولي په برخه کې د څرګندې تګلارې جوړېدو غوښتنه وکړه او وايي د خپلو غوښتونو ځواب کې مو د غونډې له ګډونوالو د همکارۍ ژمنې تر لاسه کړې. د نوموړي په وینا د غونډې ګډونوالو ته یې وویل، چې د افغانستان ستونزې سیمه ییز، نړیوال او کورني اړخونه لري:

''یوه هغه موضوع چې په صراحت او وضاحت سره مطرح شوه، چې نړیواله ترهګرۍ له کومه راځي؟ د افغانستان ځواب ډېر روښانه و، ترهګري له همدغو هېوادونو: پاکستان، چین، مرکزي آسیا، روسیې او منځني ختیځ نه راځي. د ترهګرۍ جګړه په اصل کې له افغانانو سره نه، بلکې په سیمه کې له دولتي نظام سره دی. ترهګر غواړي په سیمه کې د حکومتي نظم خرابولو له لارې خپله نړیواله اجنډا تعقیب کړي''.

د خپل حکومت له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرو په اړه ولسمشر غني وویل چې د جګړې ځواب به په جګړه ورکوي، خو وايي په ورته مهال به د سولې خبرې هم روانې وساتي.

نوموړي وویل هڅه یې دا ده چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې په ځانګړې توګه د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.

ورته مطالب