میدان وردګو کې یو قومي مشر وژل شوی

سرور احمدزی د انځور حقوق
Image caption سرور احمدزی په جلرېز ولسوالۍ کې اوسېده چې د قومي مشر په توګه یې د کوچیانو د ستونزو د حل کمېټې غړیتوب هم درلود.

د میدان وردګو ځايي چارواکي وايي، په جلرېز ولسوالۍ کې یو قومي مشران وژل شوی دی.

ددغه ولایت له خوا په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، قومي مشر سرور احمدزی تېره شپه د وسله والو مخالفینو له خوا وژل شوی.

خو تر اوسه د نوموړي د وژلو پړه چا نه ده منلې.

په ویناپاڼه کې ویل شوي، ۴۰ کلن احمدزی اوه ورځې وړاندې د کابل – بامیانو پر لار د وسله والو له لوري د پول هوايي په سیمه کې ښکته کړل شوی و، چې د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۱) یې مړی د نرخ ولسوالۍ په ده حیات سیمه کې وموندل شو.

سرور احمدزی په جلرېز ولسوالۍ کې اوسېده چې د قومي مشر په توګه یې د کوچیانو د ستونزو د حل کمېټې غړیتوب هم درلود.

بل خوا، د میدان وردګو سید آباد ولسوالۍ کې ګاونډي غزني ولایت ته څېرمه د روضې په سیمه کې د ۳۰۳ موټر د چپه کېدو له کبله ۲۹ مسافر ټپیان شوي دي.

د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکتر باز محمد همت وايي، دوی ته ګهیځ وختي ۲۹ ټپیان وروړل شوي، چې یوه مېرمن او دوه ماشومان هم پکې دي.

نوموړی د څلورو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بولي.

موټر چلوونکی تښتېدلی دی.

نژدې دوه اونۍ وړاندې هم د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د ورته ترافیکي پېښې له کبله یوولس کسان ټپیان شوي وو.

ورته مطالب