باجوه: د سولې بهیر ټول واک بايد له افغان حکومت سره وي

Image caption د پاکستان پوځ وايي له وسله والو طالبانو سره د سولې بهیر ټول واک بايد له افغان حکومت سره وي.

د پاکستان پوځ وايي له وسله والو طالبانو سره د سولې بهیر ټول واک بايد له افغان حکومت سره وي او ټول افغان اړخونه دې همکاري ورسره وکړي. د پوځ وياند تورن جنرال عاصم باجوه بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکې کې ویلي، پاکستان کې يوه ملي پريکړه شوې چي ورسره به د سولې له بهیر سره هر ډول همکاري کوي.

جنرال باجوه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې څو ورځې وړاند‎ې د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ له تېرو څوارلسو کلنو راهیسې په لومړي ځل مخامخ خبرې وکړې.

له پلازمینې اسلام اباد سره نژدې د مري په ښارګوټي کې دواړو غاړو په څلور ساعته خبرو کې موافقه وکړه چې تر روژې ورسته به بيا غونډه وکړي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي په دغو خبرو کې د امريکا او چين استازو هم د څارونکو په توګه ګډون کړی وو .

جنرال باجوه د ځینو افغان مشرانو ددې اندېښنې په اړه ، هغه طالب مشران چې د سولې په بهیر کې ورګډ شي نو په پاکستان کې وژل يا تښتول کيږي وايي، په افغانستان کې د روغې جوړې ډير مخالفين شته " داسې ښکاري هغه کسان چې په افغانستان کې له امن سره مخالفت ښيي نو یا د هغوی ګټو ته زيان رسيږي او يا هم د سولې بهیر پرې بد لګیږي.

هغه ټينګار وکړ " پاکستان په افغانستان کې ځکه سولې او ثبات ته لېواله دی، چې په افغانستان کي امن او ثبات په پاکستان کې د امن او ثبات لامل کیږي. او د افغانستان هم دا هيله ده چې دغلته امن وي."

ښاغلي باجوه دې پوښتني ته په ځواب کې چې د دواړو تر منځ په لوړه کچه د راشه درشې سره سره بیا هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ ناباوري موجوده ده، وویل، د دواړو هيوادونو ترمنځ له ډېرې مودې راهیسې شخړې روانې دي نو اړيکې ښه کيدل به نور وخت ته هم اړتیا ولري.

هغه وويل اوسمهال چارې ښه اړخ ته روانې دي خو په وړاندې یې ننګونې هم پرتې دي.

د ښاغلي باجوه پوه وینا ټول بايد لویه سیاسي موخه هېره نه کړو چې هغه "افغانستان کې امن او ثبات دی."

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption وړاندې تر دې په قطر کې له طالبانو سره غیر رسمي خبرې شوې وې

د پاکستان د پوځ ویاند دا ردوي چې د افغانستان په اړه د پاکستان پوځ او ملکي مشرانو ترمنځ اکثر تګلاره کې اختلاف موجود دی، جنرال باجوه وايي د افغانستان په اړه د پاکستان پوځ او سياسي مشران يو فکر لري. سياسي او پوځي مشران دواړه دا وايي چې افغانستان کې د امن او سولې راوستو کې به هر ډول همکاري کوي."

جنرال باجوه، په افغانستان کي د ځینې مشرانو دې څرګندونو ته چې پاکستان د افغانستان پر ضد له تيرو شلو کلونو راهيسې يوه نا اعلان شوې جګړه پیل کړې ردوي او وايي داسې هيڅ هم نشته.

ورته مطالب