یونما د ټاکنیز قانون بیاارزونه او تعدیل ضروري بولي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونما) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان د ټاکنیزو اصلاحاتو د ځانګړي کمیسیون جوړېدو هرکلی کړی دی.‌

تېره اونۍ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له یو لړ ژورو اختلافونو وروسته د شاه سلطان عاکفي په مشرۍ د ټاکنیز سمون ځانګړی کمیسیون جوړ کړ.

یونما د دغه کمیسیون جوړېدل یو مهم ګام ګڼلی او وايي چې اوس د ټاکنیز سمون د یوه معتبر خو رڼه بهیر انتظار لري.

ملګرو ملتونو له افغان چارواکو غوښتي چې د ټاکنو د مهال وېش په اړه لازمې پرېکړې وکړي.

د ټاکنیز سمون کمیسیون کې د ملګرو ملتونو له خوا تادامیچي یاموتو د څارونکي غړي په توګه ګومارل شوی.

یونما وايي،‌ دغه بنسټ د افغانستان ملي حاکمیت ته په درناوي سره د ټاکنیزو اصلاحاتو بهیر کې یوازې د سلامشورې ورکولو رول لوبوي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، د افغانانو د باور پیدا کولو لپاره یوه داسې دیموکراتیک بهیر ته اړتیا ده،‌ چې سیاسي ټیکاو پرې رامنځ ته شي.

ملګري ملتونه وايي، د ټاکنیز قانون بیا ارزونه او تعدیل، د ټاکنو کمیسیون کې د بهرنیانو غړیتوب د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون له مهمو دندو ګڼل کېږي.

تر دې وړاندې ښاغلي غني، د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ د دغه کمېسیون د مشرې په توګه نومولې وه چې اجراییوي مشر عبدالله عبدالله ورسره ونه منله.

په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د سمونونو راوستل هغه څه وو، چې د ملي وحدت د حکومت د رامنځ ته کېدو له پیله پرې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه شوې وه.

تېر ځل ولسمشر غني، زمان شاه عاکفي او وږمه فروغ د ټاکنيزو اصلاحاتو د مرستيال په توګه معرفي کړي و.

شاه سطان عاکفي په ۱۳۳۸ کال کې په دايکنډي ولايت کې زيږېدلی او لوړې زده کړې يې په شوروي کې د کرنې په برخه کې ترسره کړې دي.

ويل کېږي عاکفي په قوم سادات دی چې د ۲۰۱۰ ټاکنو پر مهال د انتخاباتو د شکايتونو د کميسيون غړی و.

تراوسه د پارلماني او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو مهالوېش نه دی چمتو شوی او د ټاکنو کميسيون تايیدوي چې په وروستيو کې د بهرنيو مرستو د درېدو له کبله يې نژدې ۱۰۰۰ کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.

ورته مطالب