تخار کې د "پخوانيو مجاهدينو" په وسلو سمبالول وغندل شو

تخار د انځور حقوق f
Image caption ځايي خلک ډار لري چې پخواني وسله وال ښايي د امنيت پر ځاى نا امني ډېره کړي

د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې په سلگونو کسانو د هغه ځواک پر ضد مظاهره کړې چې وايي د يوه مخکيني " جهادي" قومندان له خوا په وسلو سمبال شوى دى.

لاريون کوونکي وايي چې د پخواني قومندان پيرم قل ضيايي له لورې ٥٠٠ کسانو ته وسلې ورکړل شوي چې دا د دوى امنيت ته گواښ پېښ کړى دى.

د لاريون کوونکو له ډلې فيض الله فيض وويل ولس د دا ډول وسله والو ډلو له شته والي خوښ نه دى.

دوى وايي دا ډول وسله وال د سيمې امنيت نه ساتي بلکې گواښ ورته پېښوي.

خو پيرم قل ضيايي دا تورونه ردوي او وايي د ده تر قوماندې لاندې وسله وال کسان به نه يوازې حکومت ضد مخالفينو سره جنگيږي باکې په سيمه کې به د مخدره توکو د قاچاق مخه هم نيسي.

دى دا هم وايي چې گواکې د ملي امنيت د شورا په امر يې ٥٠٠ کسيز اربکى ځواک جوړ کړى دى.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ بي بي سي ته په دې اړه پخپل غبرګون کې وویل، دولت او د ملي امنیت شورا، وسلې نه دې وېشلي او نه یې وسلوالې ډلې رامنځته کړې دي. البته خلک د قانون په چوکاټ کې له ځان او وطن د دفاع حق لري.

هغه خلک چې له هېواد او خلکو څخه، د قانون په چوکاټ کې وسلوالې دفاع ته چمتو دي، دولت حاضر دی، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې یې تنظیم کړي. یوازې او یوازې دولت کولای شي، چې د وسلې او قوې پر کارولو مشروع انحصار ولري.

موږ له وطن څخه د دفاع لپاره د خلکو د حرکت داسې ملاتړ کوو، چې د امنیت په تامین کې د دوی ونډه د امنیتي او دفاعي اورګانونو په چوکاټ زیاته شي نه د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره موازي.

دغه مخکينى قومندان تور لگوي چې گواکې لاريون کوونکي د مخدره توکو له قاچاقچيانو سره لاس لري او د هغوى په هڅونه پورته شوي دي.

د تخار په ولايت کې په دې وروستيو کې پخوانيو "جهادي" قومندانانو څو ځلې حکومت ته وړانديز کړى و چې له مخالفينو سره جگړې لپاره بيا وسلې ورکړي.

دغه کسان په تېرو ١٤ کلونو کې د بې وسلې کولو په بېلا بېلو پروگرامونو کې بې وسلې شوي و.

په هغو پروگرام په ځانگړې توگه جاپان په لسگونوميليونه ډالر لگولي و.