تخار کې د چاودنې له کبله ۱۰ کسان ټپيان شوي

د انځور حقوق f
Image caption پوليس وايي ټپيان روغتون ته لېږودل شوي دي او د دوی پر وينا د چاودنې هدف پوليس وو

چارواکي وايي د تخار ولايت په مرکز تالقان کې درنه چاودنه شوې چې له کبله يې ۱۰ کسان ټپيان شوي دي.

د تخار ولايت د امنيه قوماندانۍ امر محمد اغا داود له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي دغه چاودنه پر موټر سايکل د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکيو له کبله رامنځ ته شوې ده.

ښاغلی داود وايي دغه چادونه د جنايي پېښو د ودانۍ تر څنګ پېښه شوې ده.

دده پر وينا په دې چاودنه کې دری امنيتي ساتوونکي او اووه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

پوليس وايي ټپيان روغتون ته لېږودل شوي دي او د دوی پر وينا د چاودنې هدف پوليس وو.

امنيه قومانداني د چاودنې له ځای سره نژدې پرته.

تراوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

ورته مطالب