بدخشان کې طالبانو نيول شوي سرتېري بېرته خوشي کړي

Image caption د بدخشان ولايت سرپرست شاه ولي اديب پرون د بي بي سي له خبريال سره په خبرو کې د امنيتي ځواکونو محاصره کېدل منلي وو

د بدخشان ځايي چارواکو منلې هغه ۱۰۷ سيمه ييز او سرحدي پوليس چې له طالبانو سره يو ځای شوي وو، طالبانو بېرته خوشي کړې دي.

د بدخشان ولايت د پوليسو ویاند لعل محمد احمدزي بي بي سي ته ويلي دغه کسان د يوې "معاملې" له کبله له طالبانو سره د وردوج په سيمه کې يو ځای شوي وو او د خپلو وسلو په سپارلو بېرته خوشي شوي دي.

دی وايي ۱۹ تنه سيمه ييز پوليس د خپلو قوماندانانو پر وينا له طالبانو سره ځای شوي وو او نن له موقع څخه په ګټې اخيستو بېرته له دولتي ځواکونو سره يو ځای شول.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې "دغه سرتېري له خپلو ځواکونو سره دوی ته تسليم شوي وو چې نن د قومي مشرانو په منځګړيتوب او ضمانت ازاد شول"

ځايي رسنيو وړاندې خبر ورکړی و چې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې ۱۲۰ سرتېري تر محاصرې لاندې دي که چېرې ژر ورته مرسته ونه رسېږي کېدی شي يو "انساني ناورین" منځ ته راشي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پرون ويلي وو چې په بدخشان کې د امنيتي ځواکونو د محاصرې خبرونه حقيقت نه لري.

ښاغلي صديقي د دفاع وزارت له وياند سره يو ځای خبرې کولې، ويې ويل "امنيتي ځواکونه په لرې پرتو سيمو کې مېشت دي او هېڅ کومه پوسته تر محاصرې لاندې نه ده"

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري په وردوج کې د افغان سرتېرو د محاصرې په اړه وويل طالبانو څو ځله د امنيتي ځواکونو پر مرکزونو بريدونه کړي خو بريدونه يې په شا تمبول شوي.

د بدخشان ولايت سرپرست شاه ولي اديب پرون د بي بي سي له خبريال سره په خبرو کې د امنيتي ځواکونو محاصره کېدل منلي وو.

ده ويلي وو "په دې اړه يې له ولسمشر او اجراييه رييس سره خبرې کړې، ولې په دې اړه لازم ګامونه، نه دي پورته شوي".

د بدخشان امنيه قوماندان جنرال بابه جان بي بي سي ته ويلي "د دې پوستو سقوط د سرتېرو کمزورې روحيه وه، نه د جنګي وسايلو کموالی".

ښاغلي بابه جان وويل په دې پوستو کې د دريو مياشتو لپاره جنګي مهمات او خوراکي توکې موجود وو.

ورته مطالب