بلخ کې د شاتو تولید غوړېدلی

د انځور حقوق b

د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت د کرنې ریاست وایي، چې په دغه ولایت کې د شاتو د تولید چاره غوړېدلې ده.

اړوند چارواکي وایي، دغلته د شاتو د تولید لسګونه فارمونه فعالیت لري، او لهخلکو سره د ګبینو د مچیو د ساتلو مینه ډېره شوې ده.

سره له دې، چې شات د کال په ټولو موسمونو کې خوړل کېږي خو د روژې په میاشت کې مصرف زیات وي.

د شاتو د مچیو روزنه او ساتنه ستونزمنه چاره ده، خو تولیدات یې د خوږو او ګران بیه خوراکي توکو په سر کې ځای لري.

د شاتو د مچیو په یوه لوی صندوق کې چې ۱۰ پتنوسه ولري، شاخوا ۷۰ زره مچۍ د یوې کورنۍ په توګه د یوې ملکې په مشرۍ چارې مخته وړي.

د انځور حقوق b

په دوی کې ځینې ساتونکې وي او لویه برخه يې کارګرې مچۍ دي، چې د هر ډول شنو ونو او بوټو له ګلانو نه شیره راټولوي او په صندوق کې د پسرلي له پیل تر مني پورې ۱۰ کیلو ګرام شات تولیدوي.

په مزارشریف کې د شاتو د مچیو د یوه فارم مسؤل رحمت الله وایي، چې د شاتو د پلور او کاروبار له لارې مناسب عاید لاسته راوړي خو وایي، چې په افغانستان کې له شاتو نه د ګټې اخیستنې فرهنګ وده نه ده کړې:

''په افغانستان کې له شاتو نه ګټه اخیستنه رواج نه لري، زموږ لومړی کوښښ دا دی، چې خلک د شاتو په ګټو پوه کړو، خو د ویاړ ځای دا دی، چې د شاتو کاروبار کولای شي د پرمختګ کاروبار په برخه کې افغانانو ته ګټور پرېوځي.''

دا مهال د افغانستان په مارکیټونو کې لویه برخه شات له بهر واردېږي، چې د کورنیو شاتو د یوه کیلو ګرام بیه شاوخوا ۴۰۰ افغانۍ او د بهرنیو هغو شاوخوا ۶۰۰ افغانۍ ده.

په مزار شریف کې یو هټیوال محمد نعیم عادل بیا وايي، بهرني شات د رڼه رنګ او سمې بسته بندۍ له امله خلک زیات اخلي.

خو هغو شمېر کسانو، چې په خپله سیمه کې د طبعي او خالصو شاتو خوند کتلاي وايي، چې کیفیت یې له بهرنیو شاتو لوړ دی خو دا چې دشاتو د ډېرو پیرودونکو پام یې نه دی راخپل کړی بازار یې سوړبریښي.

ښاغلي ګلبدین چې د شاتو پیردو لپاره بازار ته راغلی وايي: ''طبعي عسل د خوند او مزې له پلوه زموږ د هیواد بهترین عسل دي یواځې ستونزه په دې کې ده چې سم نه دي تصفیه شوي او په مناسبو قوطیو او پاکټونو کې نه دي پوښل شوي، چې د خلکو پام نه ور اوړي.''

د بلخ ولایت د کرنې ریس کاتب شمس بیا وایې، چې په دغه ولایت کې د شاتو د مچیو د ساتنې په برخه کې ګڼ پروګرامونه عملي کړي دغه چاره د ودې په حال کې ده.

ښاغلی شمس وایي، تر اوسه پورې په بلخ ولایت د شاتو د مچیو ۲۰۰ کورنۍ په هغو سیمو کې چې مناسب چاپیریال لري د ودې او روزنې په موخه پر خلکو ویشل شوې دي.

نوموړی وایې، چې د تیروکلونو په پرتله دغه صنعت پام وړ وده کړې ده او په وینا یې که د دولت له لوري پوره پاملرنه ورته وشي نو له بهرنه به د شاتو د وارداتو اړتیا له منځه لاړه شي.

له بل لوري به په کوردننه خلکو ته د کار زمنیه برابره او د کورنیواقتصاد به هم ورسره وغوړیږي.

په بلخ ولایت کې د شاتو د فارمونو مسولین وایي، له بهرنه په لویه کچه د شاتو واردات ناوړه اقتصادي وضعیت او د دغو توکو د چاڼ د مناسبو کارخانو نشتوالی د کورنیو شاتو د ودې پر وړاندې مهم خنډونه دي.

ورته مطالب