بغلان کې د واده مېلمنو ترمنځ نښتې د ۲۱ کسانو ژوند اخیستی

د انځور حقوق f

د افغانستان شمالي بغلان ولایت کې د واده د مراسمو پرمهال د وسله والو مېلمنو ترمنځ نښته کې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د بغلان پولیس وايي، د پېښې په اړه یې سیمې ته پلاوی استولی دی، خو تر اوسه یې څوک نه دي نیولي.

د بغلان والي سلطان محمد عبادي بي بي سي ته وویل، لومړني رپوټونه ښيي، چې شاید دا نښته د 'بچه بازۍ' پر سر راپورته شوې وي. ښاغلی عبادي زیاتوي، هغه زلمی چې د دوو ډلو ترمنځ پرې لانجه پیدا شوې ده، په نښته کې وژل شوی دی.

د بغلان والي زیاتوي، د پېښې اصلي لامل به د ګومارل شوي پلاوي له ارزونې او څېړنې وروسته په ډاګه شي.

خو د بغلان د پولیسو مشر عبدالجبار پردلي وړاندې بي بي سي ته وویل وسله وال مېلمانه چې نوموړي ''نامسؤول وسله وال'' وبلل، تېره شپه د بغلان ده صلاح ولسوالۍ کې تر لفظي شخړې وروسته ګوتې په ماشه شول.

ښاغلی پردلي وايي، په وژل شویو کې وسله وال کسان او د واده مېلمانه هم دي، چې دوه پکې تنکي زلمیان دي.

نوموړی زیاتوي، په دې نښته کې ناوې او زوم ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د بغلان د پولیسو مشر وايي، په واده کې سره نښتو ډلو مخکې هم له یوې او بلې سره دښمني لرله.

پردلي دا هم وویل، چې جنايي پولیس یې د څېړنې لپاره سیمې ته استولي دي.

ورته مطالب