د سیمه ییزو پولیسو مشر او ۷ پولیس طالبانو ته اوښتي

سرپل د انځور حقوق
Image caption طالبانو ادعا کړې چې دغلته ګڼ سیمه ییز پولیس له دوی سره یوځای شوي، خو د سرپل د امنیه قومندانۍ ویاند دغه ادعا رد کړه او وايي چې اوس مهال هم په سیمه کې جګړه روانه ده

د افغانستان شمال سرپل ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان د کوهستاناتو په ولسوالۍ کې له خپلو ۷ تنه سرتېرو سره له طالبانو سره یوځای شوی دی.

چارواکي وايي، دغه قومندان د دولت مخالفینو ته ځای ورکړی او د یکشنبې ورځې په جګړه کې طالبانو ته اوښتی دی.

د سرپل ولایت چارواکو منلې چې د کوهستاناتو ولسوالي ډېری برخې د طالبانو لاسته لوېدلې دي.

د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند امان الدین امان وايي، د کوهستاناتو په ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو دغه قومندان له وړاندې له طالبانو سره اړیکې لرلې.

د یاد قومندان نوم تر اوسه نه دی اخیستل شوی.

طالبانو ادعا کړې چې دغلته ګڼ سیمه ییز پولیس له دوی سره یوځای شوي، خو د سرپل د امنیه قومندانۍ ویاند دغه ادعا رد کړه او وايي چې اوس مهال هم په سیمه کې جګړه روانه ده:

''د کوهستاناتو ولسوالۍ د کلای شهر په سیمه کې د دولت د مخالفینو او د سیمه ییزو پولیسو ترمنځ جګړه شوې، چې یو سیمه ییز قومندان له خپلو اوو سرتېرو سره له طالبانو سره یوځای شوی. دغه قومندان وړاندې له طالبانو سره اړیکي لرل، پاتې سیمه ییزو پولیسو شاتګ کړی، چې په دې ولسوالۍ کې درې کلي د طالبانو لاس ته لوېدلي. اوس هم هلته جګړه روانه ده. خو د ولایت له مرکز نه دغې سیمې ته کومکي ځواکونه او مهمات استول شوي دي.''

د روان کال فبرورۍ کې د سرپل 'شیرامه' سیمه کې د دولت له لوري د طالبانو پرضد چاڼيز عملیات پیل شوي وو.

شیرامه د سرپل له مهمو سیمو ګڼل کېږي، چې له جوزجان او بلخ ولایتونو سره د نښلوونکي پله حیثیت لري، چې د کارپوهانو په وینا، که چېرې دغه سیمه له طالبانو پاکه نه شي، د ناامنو لمن به یادو ولایتونو ته هم وغځېږي.

ورته مطالب