سید یوسف حلیم د سترې محکمې مشر ټاکل شوی

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان اساسي قانون د ۱۱۱ مادې پر بنسټ د ستري محکمې عالي شورا ۹ غړي لري

سید یوسف حلیم د افغانستان سترې محکمې د رییس په توګه و ټاکل شو. د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ښاغلی حلیم د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د لوړې مراسم پرځای کړل او د ولسمشر لخوا د سترې محکمې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د سترې محکمې د مشرتابه څوکۍ له ۹ میاشتو نه زیاتي مودې راهیسې تشه پاتې وه.

له کابله احمدشاه انګار په خپل رپوټ کې کاږي، قانونپوه سید یوسف حلیم، چې نن (دوشنبې) د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د سترې محکمې د رییس په توګه ټاکل شوی، پخوایې د عدليې وزارت د مسلکي مرستیال په توګه دنده تر سره کوله. ښاغلی حلیم ۵۶ کلن دی او په ننګرهار ولایت کي زېږېدلى دى.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په نادريه لېسه کې پاى ته رسولې، د ليسانس سند يې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي ترلاسه کړى او ماسټري يې د حقوقو په برخه کې د ايران د ازاد اسلامي پوهنتون نه لاسه کړی دی.

ښاغلي حليم ۳۰ کاله وړاندې د عدليې وزارت د قوانينو په رياست کې دنده پيل کړه او د تېرو ٢٤ کلونو په اوږدو کې يې د دغه وزارت په بېلابېلو پوستونو دندې ترسره کړې، چې وروستۍ دنده يې د وزارت د مسلکي او اداري مرستيال په توګه وه. ښاغلی حلیم په پښتو او درې ژبو روانې خبرې کوي.

د افغانستان اساسي قانون د ۱۱۱ مادې پر بنسټ د سترې محکمې عالي شورا ۹ غړي لري او دغه غړي د ولسمشر لخوا ولسي جرګې ته ورپېژندل کېږي، چې د باور رایي له تر لاسه کولو وروسته درې تنه د دریو کلونو لپاره، درې تنه د اوو کلونو لپاره او درې کسان د لسو کلونو لپاره د دغې شورا غړیتوب تر لاسه کوي.

له اساسي قانون سره سم ولسمشر دغو غړو نه یو یې د ستري محکمې د رئیس په توګه ټاکي.

ولسمشر د ښاغلي حلیم د لوړې په مراسمو کي ویلي، د ولسمشر لومړۍ دنده د اساسي قانون د تطبیق څارنه ده، ولسمشر له یوې پیاوړې سترې محکمې پرته، چې پیاوړتیا یې له قانون څخه سرچینه اخلي، دغه دنده نشي اجرا کولی.