آیسا: سږ کال ۳۰٪ پانګونه ټیټه شوې، خو بې کاري ۴۰٪ لوړه شوې

د افغانستان د پانګونې د ملاتړ (آیسا) ادارې مشر وایي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو ۳۰ سلنه پانګونه ټیټه شوې او د بې روزګارۍ کچه ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.

محمد قربان حقجو د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت اندېښمنونکی یادوي او وایي چې په کور دننه تولیداتو کچه کمه شوې او یوشمېر تولیدي کارخونې د تړلو په حال کې دي.

محمد قربان حقجو شاوخوا څوارلس ورځې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا له پانګوالو د ملاتړ ادارې مشر وټاکل شو.

نوموړي نن له پانګوالو او صنعت کارانو سره په لومړۍ ناسته کې د حکومت په مشرانو نیوکه وکړه چې اقتصادي وضعیت ته پاملرنه نه کوي. ښاغلی حقجو وایي په افغانستان کې ۳۰ سلنه پانګونه راټیټه شوې ده.

قربان حقجو له صنعتکارانو ملاتړ او د پانګونې جلبول خپل کاري لومړیتوبونه ښيي او وایي د صنعت کارانو او پانګوالو ستونزو لپاره به یوه ملي ستراتیژي جوړه کړي.

د کارخونو د تولیداتو د ظرفیتونو لوړول، له بهره په واردونکو توکو د مالیاتو لوړول، د صنعتکارانو امنیتي ستونزې هوارول، او پانګوالو ته مشورې ورکول هغه ژمنې وې چې قربان حقجو په غونډه کې له صنعت کارانو سره وکړې.

د انځور حقوق BBCPersian.com
Image caption په هېواد په کلیوالو سیمو کې د ناامنیو په ډېرېدو خلکو ښار ته مخه کړې ده، خو په ښارونو کې هم کاروبار په کمېدو دی

افغانستان اوسمهال ۳۰۰۰ تولیدي کارخانې لري چې شپاړس ډوله توکي تولیدوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان کارګر د مزوردۍ د نرخ له ټیټوالي هم شکایت کوي