د غزني ترافیکې پېښه کې نهه کسان مړه شوي

د انځور حقوق AP

په غزني کې د ترافیکي پېښې له کبله لږترلږه نهه کسان مړه شوي، چې پنځه پکې نارینه، دوې ښځې او دوه ماشومان دي.

پېښه غزني ښار ته څېرمه غازي کلا سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې ۳۰۳ مسافر وړونکی موټر له یوې سراچې سره ټکر شو.

غزني کې زموږ همکار اسدالله جلالزی د غزني د ترافیکو د مدیر محمد الله احمدي له خولې وايي، پېښه د یادې سیمې په روضې کوتل کې شوې ده.

نوموړی وايي، پر دې لاره د مسافر وړونکو موټرو چلوونکي بې احتیاطي کوي.

د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت هم ویلي، د پېښې له ځایه د دوی روغتون ته د نهو کسانو مړي وروړل شوي.

د ۳۰۳ موټر چلوونکی تښتېدلی.

د غزني د ترافیکو مدیر وايي، د کابل – کندهار لویه لار د جګړې، د ماین چاودنو او ترافیکي پېښو له اړخه ډېره خطرناکه شوې ده، چې ډېر کله یې په اوږدو کې مسافر وژل کېږي.

نژدې دوه اونۍ وړاندې هم په همدې سیمه کې په ورته پېښه کې ۲۷ مسافر ټپیان شوي وو.

د روان کال فبرورۍ کې هم غزني کې د موټرو د ټکر له کبله لږترلږه اوه کسان مړه شوي وو.

د کابل کندهار لویې لارې په اوږدو کې اکثر خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي، چې له کبله یې د سر دروند زیان اوړي.

افغانستان په نړۍ کې پنځه هغه هېواد دی چې د ترافیکي پېښو له امله په کې ډېر کسان وژل کېږي.

د یوې مخکینۍ سروې له مخې، په افغانستان کې په هرو سلو زرو وګړو کې ۳۹ تنه په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ۲۰۱۰ کال د یوې شمېرې له مخې، په یاد کال کې افغانستان کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو شمېره د ځانمرګو بریدونو د قربانیانو تر شمېرې ډېره شوې وه.‌

ورته مطالب